د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د پاکستان لپاره د امریکا تازه ټاکل شوی سفیر د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړېکو کمېټې ته ویلی، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ همکاری په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره اړینه ده.تاد زیاته کړې، چې په افغانستان کې سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده او دغې موخې ته د رسېدو لپاره د دواړو هېوادونو مرسته اړینه ده.نوموړی ویلی، ټول هېوادونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ګډې ګټې پېژنی او په خبره یې اسلام آباد د داسې شرایطو په رامنځته کولو کې کلیدی رول لوبولی، چې د افغان حکومت او طالب مشرانو د سولې خبرو تاریخی پیل ته یې لار هواره کړې ده.ده زیاته کړې، دا د پاکستان لپاره فرصت دی، چې په سیمه کې نوی او غوره رول ولوبوی.د پاکستان لپاره د امریکا تازه ټاکل شوی سفیر داسې مهال په افغان سوله کې د پاکستان او امریکا پر مرستې ټینګار کوی، چې په دوحه کې د طالب او افغان پلاوو