روزنامه هیواد

ویلز: د شکایتونو کمېسیون دې په مسلکی او شفافه توګه شکایتونه و ارزوی

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلام وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شکایتونو له خپلواک کمېسیونه غوښتی چې ټاکنیز شکایتونه په مسلکی او شفافه توګه و ارزوی.د جنوبی او مرکزی اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز وړمه ورځ یکشنبه د ډسمبر پر ۲۲مه ناوخته ویلی، چې د امریکا متحد ایالتونه د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د هلو ځلو هرکلى کوی.اغلې وېلز پر خپل ټوېټر لیکلی: (( موږ د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه غواړو، چې هر شکایت ته په مسلکی او شفاف ډول رسیدګی وکړی.))هغې همدارنګه زیاته کړې، د «مېزان د ۶مې» ولسمشریزو ټاکنو کې ګڼ شمېر افغانانو ونه کړاى شواى چې خپله رایه وکاروی.د جنوبی او مرکزی اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې زیاته کړې: (( سربېره پر دې چې ګڼ شمېر افغان وګړو ونه کړاى شول رایه ورکړی، وروستى وړونکى چې هر څوک وی، باید غښتلی او عاجل ګامونه پورته کړی چې دا ډاډ حاصل شی، چې د افغانستان د ټولو خلکو استازى اوسی او هم د سولې د خبرو لپاره یو ټول شموله پلاوى رامنځته کړی.))د ټاکنو کمېسیون دیکشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام کړې، چې اوسنى ولسمشر محمد اشرف غنی د ۵۰،۶۴ سلنې په پوره کولو سره له نورو ټولو کاندیدانو مخکې دى.د دې بریا په غبرګون کې د عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر نورو کاندیدانو ویلی، چې د کمېسیون لخوا دا پایلې نه منی.دوى وایی، چې د ټاکنو کمېسیون د دوى قانونی غوښتنې له پامه غورځولې دی.خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا وړمه ورځ په مطبوعاتی کنفرانس کې وویل، چې ټول کاندیدان کولاى شی له دوشنبې تر چهارشنبې پورې خپل شکایتونه په مرکز او ولایتونو کې له دوى سره ثبت کړی.د ټاکنیزو شکایتونو مشرې زهرې بیان شینوارې وویل، چې یاد بهیر به له ۳۷ څخه تر ۳۹ ورځو پورې بشپړه شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید