روزنامه هیواد

وچکالۍ د دوشی اوسېدونکی زیانمن کړی

د بغلان ولایت د دوشی په ولسوالۍ کې  د وچکالى ناوړو اغېزو د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی سخت  اندېښمن کړی دی .   د دوشی ولسوال صاحب داد رسولی وایی، چې په بغلان په تېره بیا  د دوشی په ولسوالۍ کې پرله پسې وچکالیو، چې د دغو ځایونو داوسېدونکو اصلی کار او کسب  للمی کرکیله او مالداری  ده  ددغې ولسوالۍ  خلک اندېښمن کړی .    ده وویل ،چې د دوشی ولسوالۍ دپنځه زره جریبه  للمی کرنیزې مځکې او د نولس زره جریبه څړځایونو په لرلو سره دمالدارۍ لپاره ښه ټاټوبى هم دى چې له بده مرغه  په وروستیو دووکلونو کې دوچکالۍ په نسبت ددغې ولسوالۍ مالدارانو او للمی کارو بزګرانو ته  زیات تاوانونه اوښتی دی .

د دوشی ولسوال  له سیمه ییزو مقاماتو څخه غواړی، چې دخوړو په بدل کې  دکار دپروژو په رامنځته کولو سره په دغې ولسوالۍ کې د وچکالۍ د ناوړو اغېزو دله منځه وړلو لپاره اقدام وکړی ، چې ښارونو ته  د کلیوالو اوسېدونکو  د ډله ییزو مهاجرتونو مخه ونیول شی .    د دوشی ولسوالۍ دعلم علی دکلی اوسېدونکى شجاع الدین وایی : زموږ دکلیوالو اوسېدونکو ژوند په  للمی کرکیلې  او مالداری ولاړ دى ، چې په وروستیو دوو کلونوکې دوچکالیو له امله دللمی کرکیلې په له منځه تللو سربېره  په دې ولسوالۍ کې  مالداری هم دحیوانی خوړو دنشتوالی په نسبت  ګډوډه شوې ده  او دزیاتو اقتصادی ستونزو درامنځته کېدو سبب شوى دى .                        باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید