روزنامه هیواد

وىس احمد برمک: هغه مسوولىن چې د اختر ورځې د برىد په مخنىوی کې یې غفلت کړى سزا ورکول کېږی

د افغانستان د کورنىو چارو وزىر د کابل ښار یو شمېر امنىتی مسوولىن د اختر په لومړۍ ورځ د دغه ښار په یو شمېر سىمو د راکټی حملو په مخىنوی کې په بې کفاىتۍ تورن کړل.وىس احمد برمک د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د امنىتی حوزو د امرىنو او نورو مسوولىنو سره په غونډه کې ووىل: هغو کسانو چې د دغې پېښې په مخنىوی کې غفلت کړى مجازات به شی.نوموړی زىاته کړه: (( تاسو ماته او امنىتی مرستىال ته ځواب ووایئ چې یوه شپه وړاندې تاسو د لومړۍ امنىتی حوزې اړوند سىمه کې څه کړی او څه امنىتی تدابىر مو نىولی وو، تاسو نه زه ځواب غواړم، هغو کسانو چې د دغې پېښې په مخنىوی کې غفلت کړى او خپل کار ىې په سمه توګه سر ته نه دى رسولى باىد مجازات شی.))برمک زىاته کړه، چې تر راتلونکو لسو ورځو  به د اختر په لومړۍ ورځ د کابل ښار پر یو شمېر سىمو د راکټی برىدونو په اړه بشپړ معلومات له خلکو سره شرىک کړی.دا په داسې حال کې ده چې د اختر په لومړۍ ورځ څو تنه برىدګر د کابل لومړۍ امنىتی حوزې اړوند د کابل عىدګاه جومات شاته په یوه سراى کې ځاى په ځاى شوی او له هغه ځاى ىې پر ولسمشرۍ ماڼۍ او ملی دفاع وزارت څو راکټونه وتوغول او له امنىتی ځواکونو سره یې شا او خوا درې ساعته وسله واله نښته هم وکړه.له بل لوری دغه برىد وروسته د ولسمشر محمد اشرف غنی په مشرۍ په ارګ ماڼۍ کې د امنىتی او دفاعی سکتور په غونډه کې ښاغلی غنی ټىنګار وکړ چې خلک حساب ورکوونکى حکومت غواړی او امنىتی او دفاعی سکتور باىد د دې پېښې په اړه ولس ته د قناعت وړ ځواب ورکړی.که څه هم د افغانستان د کورنىو چارو وزىر وىس احمد برمک په دې غونډه کې د کابل ښار یو شمېر امنىتی مسوولىن په بې کفاىتۍ تورن کړل، خو د کابل د امنىه قوماندانۍ مرستىال صادق مرادی ووىل چې دوى د اختر په ورځو کې د کابل ښار د امنىت د ټینګښت لپاره ځانګړی تدابىر نىولی او خپله دنده یې په سمه توګه ترسره کړې.نوموړی زىاته کړه: (( موږ هېڅ ډول ناغېړی نه ده کړې او چمتو ىو چې د قانون له مخې مسوولىنو ته ځواب وواىو،راځۍ زموږ خبرې واورئ که ستونزه زموږ وی که له دندې مو لرې کړئ او که ستونزه د قوماندان وی، نو هغه لرې کړئ،خو له بده مرغه هېڅ چا زموږ غږ نه دى اورېدلى، زه وزىر صاحب بې کفاىته نه ىم.))خو بلخوا بىا د کابل ښار د لومړۍ امنىتی حوزې آمر رحىمی غرنی ومنله چې د پېښې په مخنىوی کې پاتې راغلی.نوموړی زىاته کړه: (( زه د لومړۍ حوزې د آمر په توګه خپل ضعف او کمزوری منم او له څېړنو وروسته چې د کورنىو چارو وزارت رهبری او په ځانګړې توګه وزىر صاحب کومه څه چې لازم وىنی د قانون سره سم ماته د منلو دی.))په ورته وخت کې د دې حوزې د کشف آمر بىا ووىل، چې د لومړۍ حوزې اړوند سىمو کې امنىتی تدابىر په سمه توګه نه و نىول شوی ،نو ځکه برىدګر و توانېدل چې له دغې تشې نه په استفادې سره خپل هدف ته ورسېږی.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان امنىتی مسوولىنو د اختر په ورځو کې د کلکو امنىتی تدابىرو خبره کړې وه، خو یو شمېر امنىتی کارپوهان وایی ،چې د دوى پلانونه یوازې د کاغذ پرمخ وی او په عملی کولو کې ىې دوى تل پاتې راځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید