روزنامه هیواد

ولې باید په لاس ډوډۍ وخورو؟

ځینې په دې باور دې چې پرته له قاشوغې په لاس ډوډۍ خوړل ګټور نه دی، خو څېړنو ښوولې چې ډوډۍ پر قاشوغه نه ، بلکې په لاسونو خوړل ډېرې ګټې لری.

په همدې دلیل مو د تر سره شویو څېړنو نهه دلایل درته را اخیستی څو په لاس د ډوډۍ خوړلو ګټې درته جوتې کړی.

۱-د وینې جریان: په لاس د ډوډۍ خوړلو یوه ګټه دا ده چې په بدن کې د وینې جریان پیدا کوی او دوامداره یې ساتی.ځکه په لاس د ډوډۍ خوړلو پرمهال د لاس هره برخه حرکت کوی او له همدې کبله د وینی جریان ښه کېږی او د لاس هرې برخې ته لاره پیدا کوی.

۲- له ډوډۍ سره اړیکه زیاتوی: کله مو هندوان لیدلی چې دال او وریجې ګډې په لاس خوری؟ دا ځکه چې دوی له ډوډۍ سره د ځان اړیکه احساسوی.

لوک چې د تغذیې او سپورت  د برخې متخصص دی وایی: په ګوتو خوراک له هغه څه سره ستاسو اړیکه ټینګوی چې تاسو یې خوری.

۳- ډوډۍ ښه هضمېږی: کله چې ډوډۍ په ګوتو را واخلئ او خولې ته یې کړئ،په دې وخت کې مو حسی اندامونه ژر فعالېږی او هر اندام مو خپله انرژی په متعادل حالت کې ساتی او له دې سره مو ډوډۍ هم ښه هضمېږی.

کله چې مو ګوتې پر ډوډۍ لګېږی ، نو عصبی ریښې مو ژر ماغزو ته د ډوډۍ په اړه خبر ورکوی او ماغزه په بدن کې دننه خپلو نورو اړوندو غړو ته دنده سپاری چې هضموونکی انزایمونه تولید کړی.

۴- پر چاکراوو مستقیم تاثیر : نوکان له زړه، سترګو، عصبی سیستم، ستونی او جنسی غړو سره تړلی دی، کله چې په ګوتو ډوډۍ خورو ، نو په بدن کې د چاکراوو په نامه دغړیو لمس فعالېږی چې بیا د خوړو په هر روش کې له موږ سره مرسته کوی.

۵-د ډوډۍ حالت مالومول: که منطقی فکر وکړو، هغه وخت چې په قاشوغه ډوډۍ خورو، نو نه پوهېږو چې ډوډۍ په کومه اندازه ګرمه او یا یخه ده، خو کله چې په لاس ډوډۍ خورو، نو دا هر څه ډېر په آسانۍ سره درک کولی شو او په دغسې حالت کې د خپلې ژبې او خولې د سوځېدو مخنیوی کولی شو.

۶- لاسونه پاک دی: د طبی څېړنو له مخې ، د انسان لاسونه د قاشوغې په پرتله خورا پاک دی، پرته له دې هغه کسان چې ډوډۍ خوری ، نو ترې وړاندې خپل لاسونه وینځی، خو د لاسونو پاک ساتل د هر کس یو ځانګړی
عادت دی.

برعکس قاشوغه وینځل کېږی او تل یې د پاکۍ تضمین نه شی کیدای.

۷- اسانی : فکر وکړئ چې په قاشوغه  ډوډۍ خوړل سخت دی؟ هو رښتیا هم، همدا دلیل دی چې لاسونو ته باید د قاشوغې په پرتله لومړیتوب ورکړو.

۸- هډوکی لرونکی خواړه:  پوهېږو چې ټول خواړه یوازې نباتی نه دی او حیوانی هم دی ،چې هډوکی لرونکی خواړه هم په کې شامل دی.

که چېرې خوندور او هډوکی لرونکی خواړه خورئ ، نو په قاشوغه او پنجه یې خوړل خورا ستونزمن دی ،  پر دې بنسټ اړینه ده چې پر لاس وخوړل شی.

۹- پر شکر د اخته کېدو مخنیوی : کله چې په قاشوغه خوراک کوو، نو ژر ژر یې بدن ته تېروو او همدا کار په بدن کې د شکر د لوړېدو سبب کېږی، خو په ګوتو او لاس خوراک بدن ته  د خوړو د داخلېدو سرعت کموی او له دې سره د شکر مخه هم نیول کېږی  احسان الله احسان

ممکن است شما دوست داشته باشید