روزنامه هیواد

ولسی جرګې د ډونالد ټرمپ د څرګندونو پر وړاندې د افغان حکومت له درىځه ملاتړ وکړ

ولسی جرګې د افغان حکومت له هغه درىځه ملاتړ کړى چې د امرىکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستىو څرګندونو په اړه ىې د وضاحت غوښتنه کړې.د دغې جرګې دوهم مرستىال امىرخان ىار چې د ولسی جرګې د شنبې د ورځې د عمومی غونډې مشری ىې هم کوله، په دې اړه د دغې جرګې د یو شمېر وکىلانو د څرګندونو او اندېښنو له اورېدو وروسته ووىل:(( ولسی جرګه د افغان حکومت له هغه درىځه چې د روسانو په وړاندې ىې د افغانانو جهاد په حقه بللى او دا چې د امرىکا ولسمشر او استازی دې په دې اړه وضاحت ورکړی، ملاتړ کوی.))ښاغلی یار دا شان ووىل: امرىکا باىد له هغو تارىخی مساىلو ځان خبر کړی چې د تارىخ په اوږدو کې افغانانو تجربه کړی دی.دا په ‌داسې حال کې ده چې د امرىکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ووىل، په داسې حال کې چې امرىکا له افغانستانه ۶۰۰۰ مىله لرې ده، ولې په‌ دغه هېواد کې ده او ولې اوس روسىه، هندوستان او پاکستان هلته نه‌ دی چې د ترورېستانو پر وړاندې جګړه وکړی.د امرىکا ولسمشر دا هم وىلی: هغه مهال چې په ۱۹۷۹ مىلادی کال کې شوروی اتحاد افغانستان ته په هغو ترورېستاتو پسې ولاړ چې دوى ترې ډارېدل، سم کار و.د ټرمپ په وىنا، د افغانستان جګړه سخته وه چې شوروی اتحاد یې له مالی ستونزو سره مخ کړ او بالاخره شوروی اتحاد په روسىه بدل شو.ډونالد ټرمپ طالبان او داعش د امرىکا دښمنان ګڼلی او وىلی یی دى ، چېرته چې خپله دوى په جګړو بوخت وی، نو امرىکا ولې هلته ځان ښکېل کړی؟

​وروسته له هغه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امرىکا په ډىپلوماتىکو پالیسیو کې د بدلون له امله د دغو څرګندونو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، د امرىکا په رسمی پالېسۍ او څرګندونو کې توپىر لىدل کېږی، نو ځکه‌ یې له هغه هېواده له ډیپلوماتیکو لارو د ځینو پالېسىو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.ارګ د اعلامیې په خپرولو سره پرته له دې چې د چا نوم واخلی، وىلی چې نړىوال ځواکونه په افغانستان کې ىوازې د هېواد د امنىت په خاطر نه، بلکې د نړۍ او ملګرو هېوادونو د امنىت په خاطر راغلی دی.په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان له ډلې ىې ناصر شفىق هم د یادو مساىلو په اړه د افغان حکومت له خوا د وضاحت غوښتل پرځاى بولی او د ولسی جرګې له ملاتړه هم هرکلى کوی.ده ووىل:(( دا شان څرګندونې چې دې جګړې ته له بلې جګړې سره تسلسل ورکړو، دا په دې معنا ده چې دواړه په یوه تله کې وتلو، سمه ده، نو په کار ده چې امرىکا په ځانګړې توګه ډونالد ټرمپ باىد خپلې خبرې په سمه توګه تفهىم کړی او لږترلږه د افغانستان حکومت ته په دې اړه ځواب ورکړی.))د افغانستان مشرانو جرګې هم د ډونالد ټرمپ د وروستىو څرګندونو په غبرګون کې وىلی وو چې دا شان څرګندونې په افغانستان کې د ناامنىو سبب ګرځی او د امرىکا ملګری هېوادونه سخت اغېزمنوی.

راپور: محمد واصل وصال

ممکن است شما دوست داشته باشید