روزنامه هیواد

ولسی جرګې د افغانستان د تابعیت قانون تصویب کړ

ولسی جرګې د رایو اکثریت د افغانستان د تابعیت اړوند هغه قانونی طرحه تصویب کړه ،چې دولت تر دې دمه وګړو ته د تابعیت د ورکولو لپاره هېڅ لاره نه لرله.د ولسی جرګې د داخلی کمېسیون غړو د چهارشنبې په ورځ دا طرحه عمومی مجلس ته وړاندې کړه چې د افغانستان د تابعیت د چارو د تنظیم، د تابعیت د پرېښودلو او یا هم تابعیت ورکولو په تړاو جوړه شوې او جرګې هم د رایو په اکثریت تائید کړه.د دغه قانون د اتمې مادې په بنسټ د افغانستان ولسمشر، وزیران، د سترې محکمې رییس او غړی او لوی څارنوال نه شی کولی چې دوه تابعیته وی، خو په دې طرح کې د ملی شورا د مجلسینو د رییسانو په اړه وضاحت نه دی شوی. په دې اړه په ولسی جرګه کې له یاد قانون سره مخالفت هم وښودل شو، خو د جرګې لومړی مرستیال امیر خان یار د رایو په اکثریت په ۵ فصلونو او ۳۰ مادو کې تصویب اعلام کړ. د جرګې په دې غونډه کې ۱۳۶ وکیلانو برخه لرله چې ۲۸ کسانو یې یاد قانون ته د رد رایه ورکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید