روزنامه هیواد

ولسی جرګې ته د ۲۵ احتمالی کاندیدانو نومونه له لېسته لرې شوی

د افغانستان د انتخاباتی شکاىتونو د څېړلو ځانګړی کمېسىون د ۲۵ احتمالی نوماندانو نومونه له لېسته لرې کړی دی.د انتخاباتی شکاىتونو د کمېسىون غړی وایی: په دغه ځانګړی کمېسىون کې چې د کورنىو چارو او دفاع وزارتونو، ملی امنىت، سىمه ىىزو ارګانونو او د ټاکنىزو شکاىتونو کمېسىون غړی برخه لری، وړمه  شپه خپل کارونه پاى ته ورسول.عبدالبصىر فاىز د جمعې په ورځ آزادۍ راډیو ته ووىل: ځانګړی کمېسىون د ۲۳۰ شکاىتونو له بشپړو څېړلو وروسته، د ولسی جرګې د ۲۵ احتمالی کاندىدان چې د غىر مسوولو وسله والو ډلو په لرلو تورن وو، نومونونه ىې له لېست څخه حذف کړی دی.د نوموړی پر وىنا،۷ احتمالی نوماندانو ته سپارښتنه شوې او همدارنګه د ولسی جرګې ۲۷ نورو احتمالی نوماندانو ته خبردارى ورکړل شوى چې که چېرې د غىرقانونی وسله والو شتون ثابت شی، نو دوى به له وروستی لېسته لرې شی، خو د ښاغلی فاىز په خبره، ۲۵ لرې شوی کاندیدان کولاى شی چې خپل اعتراضونه د انتخاباتی شکاىتونو کمېسىون ته وسپاری.نوموړی ووىل: ((  پرون جمعه او نن شنبه ورته وخت ورکړل شوى، ترڅو د دغې قضىې په تړاو خپل اعتراضونه انتخاباتی شکاىتونو کمېسىون سره ثبت کړی او وورستۍ پرېکړه به د انتخاباتی شکاىتونو کمېسىون له لوری کېږی.))که څه هم ښاغلی فاىز د دغو کسانو نومونه وانه خیستل، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسىون وىاند او کمىشنر سىد حفىظ الله هاشمی پرون ووىل: د وروستی لېست د اعلان پرمهال به د دغو کسانو نومونه مشخص شی.دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ولسی جرګې ځىنو غړو انتقاد کړى و، چې غىر مسووله وسله والې ډلې لری.د انتخاباتی مهالوېش په اساس، ټاکل شوې وه، چې د ولسی جرګې د احتمالی نوماندانو وروستى لېست د اسد د مىاشتې په ۱۲ مه نېټه اعلان شی، خو انتخاباتی شکاىتونو کمېسىون وایی: د شکاىتونو د  څېړلو د دوام په اساس به ممکن وروستى لېست ژر وروستى شی.په همدې حال کې د ملی شورا ىوشمېر غړی د ځانګړی کمېسىون له اقدام څخه هرکلى کوی.د مشرانو جرګې ناىب منشی محمد فىصل سمىع وایی: کمېسىون باىد بېطرفه پرېکړه وکړی.​نوموړى واىی: (( په دغو احتمالی نوماندانو کې داسې کسان هم شته چې په جراىمو او دمځکو په غصب کې دخىل دی، د خلکو هیله دا ده چې د شکاىتونو کمېسىون په بشپړې بېطرفۍ دا مساىل وڅېړې او پرېکړه وکړی.))د ځانګړی کمېسىون له لوری د ۲۳۰ شکاىتونو د څېړلو ترڅنګ، د انتخاباتی شکاىتونو ۵۰۰ شکاىتونه هم ترلاسه کړی دی.د انتخاباتی شکاىتونو د کمېسىون غړی عبدالبصىر فاىز وایی: له دغو پنځه سوو شکاىتونو څخه ډېرو برخو ته رسېدنه شوې او ممکن تر راتلونکو دوو ورځو پورې دا بهىر پاى ته ورسېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید