روزنامه هیواد

ولسی جرګې ته د ۱۳۹۸ لمرىز کال مالی بودجه معرفی شوه

د افغانستان مالیې وزارت ولسی جرګې ته د ۱۳۹۸ لمرىز کال مالی بودجه معرفی کړه.د غه وزارت د  چهارشنبې په ورځ  د ۱۳۹۸ لمرىز مالی کال مالی بودجه د ولسی جرګې عمومی غونډې ته تشرىح او وسپارله، چې د ىادې جرګې د مالی او بودجې کمېسىون پرې په خپلو ځانګړو غونډو کې هر اړخىز بحثونه وکړی.د دغه وزارت مرستىال عبدالله رقىبی د جرګې په عمومی غونډه کې د هېواد د ۱۳۹۸ لمرىز کال مالی ټوله بودجه داسې معرفی کړه:(( د ۱۳۹۸ لمرىز مالی کال بودجه په ټوله کې شااوخوا ۳۹۹ مىلىارده افغانۍ اټکل شوې، له دې جملې عادی بودجه چې په سلو کې ۶۹ جوړوی، څه باندې ۲۷۵ مىلىارده افغانۍ په پام کې نىول شوې او په همدغه کال کې پراختىایی بودجه څه باندې ۱۲۴ مىلىارده افغانۍ تخمىن شوې ده.))ده ووىل: په دواړو عادی او پراختىایی بودجو کې د تېر مالی کال په پرتله زىاتوالى راغلى دى.ده دا هم ووىل: په روان کال کې په ټوله کې عادی بودجه ۷۲ او پراختىایی بودجه ۵۹ سلنه مصرف شوې ده.د مالىې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس هم د هېواد د مالی بودجې ۵۱ سلنه د بهرنىو مرستو له لارې تموىلېږی.د مالىې وزارت مرستىال دا هم ووىل: په ۱۳۹۷ لمرىز مالی کال کې د پىسو نړىوال صندق (اى. اېم. اېف) افغانستان ته د ملی عواىدو کچه څه باندې ۱۴۲ مىلىارده افغانۍ ټاکلې وه او د مالیې وزارت وتوانید، چې په دغه کال کې څه باندې ۱۴۹ مىلىارده افغانۍ راټولې کړی. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لوىو او وړو سوداګرو، متشبثىنو او پانګه‌والو تل د حکومت له‌خوا د عواىدو په راټولولو او د مالىې د ټکسونو په لوړولو انتقادونه کړی دی.د اقتصادی چارو پوهان وایی: حکومت باىد ىوازې د عواىدو راټولو ته نه، بلکې د سوداګرو، متشبثىنو او پانګه‌والو د ستونزو هوارولو ته هم پام او اقدامات وکړی.د دغو پوهانو له ډلې تاج محمد اکبر آزادۍ راډىو ته وىلی:(( دا داسې خبره نه‌ده، چې دوى ډېر عواىد راټول کړی، بلکې په خلکو‌ ىې مالىات لوړ کړی ، چې دې ته لاسته راوړنه نه‌شو وىلى او بله خبره دا ده، هغه پروژې دې په بودجه کې په پام کې ونىول شی، چې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوی او بشری منابع په کار بوختې شی، هغو پروژو ته توجه نه‌کېږی.)) په دې ورځ د مالیې وزارت چارواکو دا هم ووىل، چې په ۱۳۹۷ مالی کال کې پراختىایی بودجه په لازمه توګه نه‌ده لګول شوې.په دې اړه د ولسی جرګې ىو شمېر غړو ووىل: پراختىایی بودجه باىد په داسې پروژو ولګول شی، چې بنسټىزې وی او خلکو ته په‌کې د داىمی کارونو زمىنې برابرې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید