روزنامه هیواد

ولسی جرګه: پاکستان هڅه کوی چې یو ځل بیا افغانستان او امریکا دوکه کړی

د ولسی جرګې د نړىوالو اړىکو کمېسىون وایی: پاکستان هڅه کوی چې یو ځل بىا افغانستان او امرىکا دوکه کړی.د افغانستان د ولسی جرګې د نړىوالو اړىکو کمېسىون وایی: پاکستان د تل په څېر بىا هم په دې هڅه کې دى چې د افغانستان د سولې په پروسه کې په خپلو دروغجنو ژمنو سره افغانستان او امرىکا تېر باسی.د دغه کمېسىون مرستىال داود کلکانی د یکشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وىلی چې پاکستانی چارواکی د امرىکا له خوا پردغه  هېواد د فشارونو د کمولو لپاره هڅه کوی چې وښیی، د افغانستان د سولې په برخه کې یې همکاری ریښتىنې ده.ده ووىل:(( قرىشی ښایی د دې لپاره چې پر خپل هېواد د امرىکا فشارونه یوه اندازه کم کړی او وتوانېږی چې ىو ځل بىا افغانستان او امرىکا په خپل چال کې راګىر کړی، کوښښ کوی چې د افغان سولې په بهىر کې د خپل هېواد همکاری ریښتىنې وښیی او ووایی چې موږ ستاسو غوښتنه پرځاى کوو.))دى وایی: افغان چارواکی باىد په څرګند ډول له پاکستانه وغواړی چې د طالبانو له ملاتړ او د افغانستان په کورنىو چارو کې له مداخلو لاس واخلی.دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر پاکستانی رسنىو وىلی : ټاکل شوې د پاکستان د بهرنىو چارو وزىر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړىکو د ښو کولو په هدف راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر وکړی.دغو رسنىو وىلی چې ښاغلى قرىشی د افغانستان د سولې په برخه کې د امرىکا له خوا د پاکستان د همکارىو د جلبولو په لړ کې کابل ته سفر کوی.دا څرګندونې په داسې حال کې دی چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان سولې لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو  وزارت ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړی وزىر عمران خان سره ولىدل، خو وىل شوی چې په دغې لىدنه کې د افغانستان د سولې په برخه کې کومه نوې ژمنه ونه شوه،خو د پاکستان د لومړی وزىر دفتر وىلی چې د دغه هېواد د بهرنىو چارو وزىر شاه محمود قرىشی ښاغلی خلىلزاد ته ډاډ ورکړى چې اسلام اباد به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په برخه کې همکاری وکړی.له مخکې د امرىکا ولسمشر د پاکستان صدراعظم ته د یوه لىک په لېږلو سره له دغه هېواده غوښتی وو چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاری وکړی.امرىکایی چارواکی له اوږدې مودې راهىسی پر پاکستان فشارونه راوړی چې تر واک لاندې خاوره کې یې مېشت طالب مشران له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوی.خو له دې ټولو سره سره د نړىوالو اړىکو کارپوه انتظار خادم وایی چې د افغانستان د سولې بهىر په دې ورستىو کې اجباری جنبې خپلې کړې او پاکستان په دې هڅه کې دى چې په دې برخه کې د چمتووالی په ښودلو سره امتىازات واخلی.نوموړى واىی:((کله چې شاه محمود قرىشی افغانستان ته راځی، نو غواړی نړۍ ته داسې وښیی چې دوى د افغان سولې په پروسه کې جدی دی، نو وىلاى شو چې د افغانستان سوله اجباری ده او ټولې خواوې چمتووالى نىسی، خو غواړی امتىاز د دوى په لاس کې وی.))پاکستان تل پر طالبانو د نفوذ لرلو، له دغې ډلې په ملاتړ او د افغان سولې په پروسه کې د ریښتىنې همکارۍ په نه کولو ملامت شوى دى.خو وبه لىدل شی چې د افغانستان د سولې په تړاو د دغه هېواد د بهرنىو چارو وزىر دا ځل له کومې نوې ژمنې سره کابل ته راځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید