د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ولسی جرګې غړی وایی: ټول هغه بهرنی سرتېری باید محاکمه شی، چې په افغانستان کې په جنګی جنایتونو کې ښکېل دی.وکیلانو د د وړمې ورڅې غونډه ویلی، چې په دې وروستیو کې د ځینو بهرنیو سرتېرو د جنګی جنایتونو په اړه راپورونه خپاره شوی.د دوی په خبره نړیوال محاکم او د بشری حقونو په برخه کې فعال بنسټونه باید دغه جنایتونه وڅاری او په اړه یې خپل دریځ روښانه کړی.د ولسی جرګې غړو دغه راز د هغو هېوادونو له حقوقی فعالینو او محاکمو هم د عدالت غوښتنه کړې چې سرتېری یې په افغانستان کې په جنګی جنایتونو کې ښکېل دی.په استرالیا کې څېړنې موندلې چې د هغه هېواد سرتېری په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال په جنګی جنایتونو او د ملکی وګړو په وژلو کې ښکېل وو.په دې څېړنه کې تر دې دمه یواځې ۳۹ قضیې څېړل شوی ،چې په هغه کې د یاد هېواد پوځیانو په اروزګان کې د خپل ماموریت پر مهال ملکی وګړی په نښه کړی . د استرالیا حکومت ددغه قضیو د څېړلو او عدالت ژمنه کړې ده .مخکې له دې چې ولسی جرګه ډغه ډول څرګندونې وکړی د استرالیا دفاعی ځواکونو د دفاع وزارت د دفاعی مطالعاتو څانګې ته دنده سپارلې چې په افغانستان کې د استرالیایی پوځیانو د وژنو قضیې وڅاری.دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې یو شمېر استرالیایی پوځیانو ته خبر ورکړل شوی، چې په افغانستان کې د ۳۹ ملکیانو او اسیرانو د وژلو په خاطر له پوځه د ایستلو له خطر سره مخ دی.