روزنامه هیواد

ولسی جرګه: د عامه او ملی تاسیساتو تخریب د دښمن پلان شوی کار دی

په هېواد کې د جګړو له شدت سره هم مهاله د ملی شتمنیو او سترو پروژو د تخریب هڅې هم روانې دی.د ولسی جرګې غړی وایی: په دې وروستیو کې په منظمه توګه په هېواد کې د ملی شتمنیو او هغو تاسیساتو د ورانولو لپاره کار کېږی، چې په عامو افغانانو پورې اړه لری.د ولسی جرګې غړی عبدالقادر قلاتوال زیاتوی، چې بهرنۍ استخباراتی کړۍ له وسله والو په ملاتړ هڅه کوی په افغانستان کې د سولې پروسه سبوتاژ کړی او تر څنګ یې هغه تاسیسات او عامه پروژې تخریب کړی چې د زرګونه افغانانو ژوند ورپورې تړلی دی.نوموړی له رسنیو سره په مرکه کې پر دې ورانکاره فعالیتونو د نړیوالې ټولنې چوپتیا هم غندی او په خبره یې افغان حکومت دې له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د دغه ډول خطرناکو پلانونو د عملی کېدو مخنیوی وکړی.ولسی جرګه داسې مهال دا ندېښنه له رسنیو سره شریکوی چې په دې وروستیو کې په لوی لاس سړکونه، لویې لارې او د برېښنا مرکزونه له منځه وړل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید