روزنامه هیواد

ولسوالان دې د ولسوالیو د وضعیت په اړه روښانه تصویر ولری

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی د تلې په ۱۸مه  (( د محلی ادارو لپاره د اصلاحاتو د لارې نقشه)) تر سرلىک لاندې د ولسوالانو ملی کنفرانس  د پرانىستې په مراسمو کې ګډون او وىنا وکړه.په دغه کنفرانس کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوى و، د کابىنې ىو شمېر غړو، د دولتی او خپلواکو ادارو مسوولىنو، په کابل کې د ځىنو هېوادونو استوګن سفىرانو او د نړیوالو بنسټونو استازو هم حضور درلود. په پىل کې د سىمه ىىزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومی رییس عبدالمتىن بېګ د ښه راغلاست پرمهال د شهىدانو اروا ته دعا وکړه.د سىمه ىىزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس ووىل: سره له دې چې د تحمىل شوی جنګ له امله پر حکومتولۍ، د خدمتونو او آسانتىاو په برابرولو تمرکز ىو څه کم و، خو بىا هم د جمهور رییس په لارښوونه او مشرۍ د محلی حکومتولۍ په برخه کې مهم کارونه شوی.

ښاغلی بېګ ووىل: د جمهور رییس د لارښوونې په اساس باىد د ولسوالانو رول فعال او ولسوالۍ تقوىه شی. هغه زىاته کړه: د محلی حکومتولۍ د پىاوړتىا او د خدمتونو د برابرولو لپاره باىد د ولسوالانو د مسوولىتونو او واکونو تر منځ شته تناقض له منځه ىووړل شی.نوموړی څرګنده کړه: د ولسوالانو ملی کنفرانس کې به له ۳۴ ولاىتونو څخه په دې پړاو کې ۱۲۴ ولسوالان د خپلو ستونزو، غوښتنو، لومړىتوبونو، لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او نورو اړوندو مساىلو په اړه د بېلابېلو وزارتونو او ادارو مسوولىنو سره بحث او خبرې وکړی او پاىلې به ىې له جمهور رییس سره شرىکې شی.جمهور رییس غنی ولسوالانو ته د ښه راغلاست پرمهال ووىل: د لارې منظمه نقشه او په هغه اړه د اساسی او افغانستان شموله بحث زمىنه برابره شوې. هغه زىاته کړه: د اداری فساد پر ضد مبارزه د دغه بحث مهمه برخه ده ،چې په دې برخه کې د ستراتىژۍ د برابرولو ترڅنګ مهم اقدامات هم شوی.جمهور رییس له ولسوالانو وغوښتل، چې په دغه ملی کنفرانس کې د ولس، ولسوالۍ او ولسواکۍ په اړه خپل بحثونه متمرکز  کړی، ځکه دغه بحث د ولسوالانو او ولسوالىو د رول د تعىنولو ترڅنګ د افغانستان د راتلونکی لپاره هم ګټور دى.د هېواد جمهور رییس له ولسوالانو وغوښتل چې د خپلو ولسوالىو او ولسونو د اوسنی وضعىت په اړه روښانه تصوىر په لىکلې بڼه له ده سره شرىک کړی. داسې تصوىر چې د ولسوالانو او ولسوالىو رول، واکونه، ستونزې، غوښتنې، زىربنا، اړىکې، لومړىتوبونه، تاسىسات، زېرمې، له هغو څخه د ګټه اخىستنې شېوه، همغږی، همکاری او هر څه په کې واضح وی.جمهور رییس ووىل: د ولسوالانو د فعاله رول او د ولسوالىو د تقوىې لپاره حتمی ده، چې موږ خپل، د خپلو همکارانو او ولسونو لىد ته واحد جهت ورکړو، چې د همغږۍ، همکارۍ او اعتماد فضا رامنځته شی. هغه زىاته کړه: د ولسوالىو له واضح تصوىر پرته نه محلی حکومتولى پىاوړې کېدلى شی او نه هم د خدمتونو کچه او کىفىت لوړېدلى او ښه کېدلى شی.محمد اشرف غنی  څرګنده کړه: ولسوالۍ د هېواد د اقتصادی ودې چىنې دی او هرڅومره چې محلی حکومتولی پىاوړې وی، نو همغومره ورسره د قوې د استعمال اړتىا کمېږی. هغه له ولسوالانو څخه وغوښتل ،چې د خپلو ولسوالىو او ولسونو پنځه لومړىتوبونه په لىکلی ډول ورسره شرىک کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید