روزنامه هیواد

ولسمشر محمد اشرف غنی : د اداری فساد پر ضد د مبارزې ستراتیژۍ د تطبیق په برخه کې پرمختګ شوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د قانون د حاکمیت او له اداری فساد سره د مبارزې عالی شورا غونډه، وړم مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.په دې غونډه کې چې د جمهوری ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم حضور درلود، په اړوندو دولتی ادارو کې د قضایاو د ثبت مدیریت سیستم د لېږد پر څرنګوالی، ښاری او ساختمانی سرغړونو ته د رسیدګۍ کمېسیون پر اجرااتو، له پنځو کلونو څخه د  زیاتو بند لرونکو زندانیانو د عفوې او تخفیف جدول د منظورۍ په خاطر د لوی څارنوالۍ ادارې ته د صلاحیت پر ورکړې، په اوږدمهالو قسطونو کې د ابتدایه او استیناف محکمو د قضایی او اداری برخې له اداری فساد سره د مبارزې، نېشه یی توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې محاکمو کارکوونکو ته د استوګنې د اپارتمانونو د وېش په اړه د قضائیه قوې د آمریت پر وړاندیز، د عدلی او قضایی ادارو د همغږۍ عالی کمېټې د درېیمې او څلورمې جلسې د اجرااتو او د ۱۳۹۸ مالی کال اداری فساد سره د مبارزې ملی ستراتیژۍ د تطبیق څرنګوالی د لومړۍ، دویمې او دریمې ربعې پر راپورونو او له اداری فساد سره د مبارزې ملی ستراتیژۍ د تاثیراتو ارزونې د دندې پر لایحې بحث او خبرې وشوې.په پیل کې د کورنیو چارو وزارت د   پالیسۍ معیینې حسنی جلیل، په اړوندو دولتی ادارو کې د قضیو د ثبت مدیریت سیستم د لېږد د څرنګوالی په اړه معلومات ورکړل او وې ویل: سترې محکمې ته د قضایاو مدیریت د لېږد پنځه کلن پلان له تصویبېدو دری کاله تېرېږی، خو تر اوسه هم د توقع وړ پایلې نه دی ترلاسه شوې.هغې زیاته کړه: دغه سیستم د دوسیو د سالمې ساتنې، شفافیت او ځواب ویلو، د ټول هېواد دوسیو ته د فوری لاسرسی، د کشفی، عدلی او قضایی ارګانونو ترمنځ د همغږۍ، د قانون د حاکمیت د ملاتړ او فساد د مخنیوی لپاره ایجاد شوې دی.په ټولو عدلی او قضایی ارګانونو کې د قضایاو سیستم الکترونیکی کول، موجودو دوسیو ته د دغو ارګانونو آسانه لاسرسی، په اجرااتو کې د فساد مخنیوی، د شفافیت ایجاد او له حکومتولۍ څخه د خلکو رضایت، له عدلی پروسو څخه د تېښتې د امکان نشتوالی، د جرمونو د سطحې د دقیقو شمېرو ثبت او متضررینو ته د هغوی د اړوندو دوسیو د پړاوونو د څرنګوالی معلومات د دغه سیستم اهداف دی.جمهوررییس غنی په دې اړه وویل: له دغه سیستمه استفاده کوونکی ادارې باید د استفادې د ډول او ټاکل شویو مکلفیتونو په اړه په یوه میاشت کې داسې مقرره تکمیل کړی چې ټول بُعدونه په کې شامل وی.ده د دغه سیستم پر تمامې تخنیکی ارزونې د ټینګار پر مهال وویل: سیستم باید د یوه هدف ځواب ویونکی وی او موږ وکولای شو راتلونکې یې په خپله مدیریت کړو. وروسته د جمهوری ریاست عالی مقام دفتر عمومی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مرستیال عبدالسبحان رووف، ښاری او ساختمانی سرغړونو ته د رسیدګۍ کمېسیون د اجرااتو د څرنګوالی او کابل ښار څلورمې کارته اوسېدونکو د عریضو په اړه د عملی څارنې راپورنه وړاندې کړل، همدارنګه کابل ښاروال احمد ذکی سرفراز د ښاروالۍ د اجرااتو په ځانګړی ډول د ښاری سرغړونو په اړه معلومات ورکړل.جمهوررییس د یاد راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته، کابل ښاروالۍ ته د کابل ښار د زون بندۍ لارښوونه وکړه، چې پانګونې ته لاره هواره شی، همداراز دې د ښارجوړولو او مځکو وزارت، کابل ښاروالۍ او پولیسو ترمنځ همغږی زیاته شی.ده د ښارجوړولو او مځکو وزارت مسوولینو او همدارنګه کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه ، چې په نږدې راتلونکی کې دې د ښاری تخلفاتو د مخنیوی لپاره واضح پلان وړاندې کړی.ورپسې، د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدی، له پنځو کلونو څخه زیات بند لرونکو زندانیانو ته چې د جمهوری ریاست عالی مقام د فرمانونو پر بنسټ د عفوې او تخفیف مستحق ګرځی د عفوې او تخفیف جدولونو د منظورۍ په خاطر د لوی څارنوالۍ ادارې ته د صلاحیت تفویض، غونډې ته وړاندې کړ.جمهور رییس غنی د یاد وړاندیز د تائیدولو پرمهال وویل: د دوو کلونو په موده کې باید هېڅ بندی بیاځلې له تخفیف برخمن نه شی، بلکې په دغه برخه کې باید تعادل مراعت شی، چې نور بندیان هم له دې امتیازه برخمن شی.ورپسې قاضی القضات او د سترې محکمې رییس قانونپوه سید یوسف حلیم، په اوږدمهاله قسطونو کې د ابتدایه او استیناف محکمو د قضایی او اداری برخې له اداری فساد سره د مبارزې، نېشه یی توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې محاکمو کارکوونکو ته د استوګنې اپارتمانونو د وېش په اړه د قضائیه قوې د آمریت وړاندیز او همداراز د‌ عدلی او قضایی ادارو د همغږۍ عالی کمېټې د درېیمې او څلورمې غونډې د اجرااتو راپور، غونډې ته وړاندې کړ.د غونډې په پای کې له اداری فساد سره د مبارزې د ځانګړی سکرتریت رییس، د ۱۳۹۸ مالی کال اداری فساد سره د مبارزې ملی ستراتیژۍ د تطبیق د څرنګوالی د لومړۍ، دویمې او درېیمې ربعې راپور او له اداری فساد سره د مبارزې ملی ستراتیژۍ د تاثیراتو ارزونې د دندو لایحه وړاندې کړه.ده وویل: اداری فساد سره د مبارزې ملی ستراتیژۍ له مجموعی ۶۲ شاخصونو څخه ۵۸ شاخصونه چې د ۱۳۹۸ مالی کال او ۴ شاخصونه د ۱۳۹۷ مالی کال اړوند دی، د تطبیق په حال کې دی.له اداری فساد سره د ځانګړی سکرتریت رییس څرګنده کړه: د ۱۳۹۸ مالی کال په درېیمه ربعه کې ۸ شاخصونه تکمیل شوی ، ۳ شاخصونه په وروستی پړاو کې دی، ۷ شاخصونو څه ناڅه پرمختګ لری او ۶ نور شاخصونه محدود پرمختګ لری‌.جمهور رییس په دې هکله وویل: له اداری فساد سره د مبارزې ملی ستراتیژۍ د تطبیق په برخه کې ښه پرمختګونه شوی ، خو د راتلونکی اړتیاوې نه ځوابوی. ده زیاته کړه: ستراتیژی باید ثابته وی او واضح تصویر ولری.جمهوررییس غنی له اداری فساد سره د مبارزې ملی ستراتیژۍ د تاثیراتو ارزونې د وظایفو د لایحې په اړه وویل: دا لایحه ډېرو بحثونو او غور ته اړتیا لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید