روزنامه هیواد

ولسمشر غنی په کونړ کې د عامې روغتیا اداری تعمیر پرانیست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمداشرف غنی د چهارشنبې په سهار د کونړ مرکز اسعد آباد ته له رسېدو وروسته د دغه ولایت د عامې روغتیا اداری تعمیر پرانیست.جمهور رییس غنی د یادې ودانۍ د پرانیستنې پر مهال ډاکټرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: عامې روغتیا وزارت ته مې لارښوونه کړې چې د تجهیز او د خدمتونو د کیفیت په لوړولو تمرکز وکړی.د کونړ د عامې روغتیا اداری ودانۍ ،چې د جمهور رییس له خوا پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته چمتو ده، له ۱۷ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په لګښت په معیاری ډول جوړه شوې.دغه راز جمهور رییس غنی د کونړ ۲۰۰ بستریز روغتون او د انتظار خونې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.جمهور رییس د یاد روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودلو وروسته وویل: دا د یو بنسټیز بدلون پیل دی او هیله لرم، چې د دغه روغتون بېلابېلې برخې د کونړ د شخصیتونو په نامه ونومول شی.د کونړ د ۲۰۰بستریز روغتون او انتظار خونو پر ودانیو ۳۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځی، چې د افغان حکومت له بودجې ورکول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید