روزنامه هیواد

ولسمشر غنی: ولسی جرګه جمهوری نظام ته ځانګړی اهمیت لری

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د ولسی جرګې د رییس میر رحمان رحمانی په مشرۍ د ولسی جرګې اداری پلاوی سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې، د حکومت او مقننه قوې ترمنځ په همغږۍ خبرې وشوې او له ولسی جرګې څخه مننه وشوه، چې د کابینې لسو وزیرانو ته یې د تایید رایه ورکړه او د همغږۍ زیاتوالی لپاره پر یو شمېر مکانېزمونو هم هوکړه وشوه.جمهوررییس غنی وویل: ولسی جرګه د هېواد د اساسی قانون د یو بشپړونکی بنسټ په توګه، جمهوری نظام ته ځانګړی اهمیت لری او د همدې لپاره له دې قوې سره باید همغږی زیاته شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید