روزنامه هیواد

ولسمشر غنی له طلوع تلوېزیون سره په مرکه کې :د امریکایی ځواکونو کمول او زیاتول د افغانستان د شرایطو له مخې دی

ولسمشر غنی له  طلوع خصوصی تلوېزیون سره، چې د ده سخت منقد تلوېزیون دی، مناظره لرله چې په دغه مرکه کې ولسمشر څو وارې احساساتی کړای شو او له هغه څخه لسګونه ننګوونکې پوښتنې وشوې. تاند ترې لاندې مهم ټکی راټول کړی دی.

۱- سوله اوس د هېواد اساسی ملی بحث دى، د بیان آزادی، د ښځو حقونه اوس د ټولو سرې کرښې دی.

۲- هڅه کوو د طالبانو او حکومت د مذاکراتو تر منځ د خبرو خنډونه له منځه یوسو، دا خنډونه د امریکا حضور او له پاکستان سره د طالبانو اړیکه ده.

۳- سولې ته بې قید و شرطه راغلو، اوربند مو وکړ، نړیوالو او امریکا ته مو قناعت ورکړ، د سولې لپاره د امریکا د خاص استازی د ټاکلو په برخه کې له ماسره مشوره شوې حتی د ویټو حق مې درلود.

۴- سیاسی قشر د سیاسی اجماع په برخه کې بیړه وکړه، دوی پاکستان او روسیې ته ولاړل، ویې ویل موږ له  طالبانو سره مخامخ خبرې پیلوو.

۵-د امریکا او طالبانوپه  خبرو کې زموږ حضور ضرور نه دی، خو له دولت پرته د سولې تړون څوک نه شی امضا کولی، هغوی هوکړه لاسلیکوی.

۶-د امریکا او ناټو اساسی شریکان موږ یوو، د سولې تړون ته به مشروعیت او حیثیت دولت ورکوی.

۷-د سولې هوکړه لا وروستۍ نه ده، نه مې یې وروستى متن لوستی، د تړون په نهایی کولو مذاکرات روان دی، له موږ سره پرې وار د  مخه واضح مذاکرات شوی دی.

۸-د امریکایی ځواکونو کمول او زیاتول د افغانستان د شرایطو له مخې دی.

۹-د ځواکونو او مصارفو کمولو غوښتنه ما له ټرمپ نه په لیک کې کړې وه.

۱۰که امریکا له ۵ اډو ووځی دا اډې د افغانستان ملی او امنیتی ځواکونو ته سپارل کېږی.

۱۱-د امریکایی ۵ زره ځواکونو وتل، زموږ پر ژوند اثر نه کوی، زموږ کمانډویان او ناټو ځواکونه شته.

۱۲-پخوا دا خبره ما کړې وه ، خو اوس وایم افغانستان په ۶ میاشتو کې د طالبانو لاسته نه ځی، موږ امنیتی او په دفاعی بنسټونو کې پراخ اصلاحات راوستی دی.

۱۳-امنیتی ځواکونو ته د کال ۵۰۰ سوه میلیونه ډالر بودجه افغانستان اوس له خپل کوره برابروی.

۱۴-طالب له امریکا سره د تروریزم پر ضد د جګړې ژمنه نه ده کړې، د اړیکو پریکولو ژمنه یې کړې ده، طالب د تروریزم لپاره بستر اوار کړى.

۱۵-امریکا او طالبان چې ابتدایی هوکړې ته ورسېږی، له موږ سره یې خبرې پیلېږی، د دوی د هوکړې کنترول موږ سره نه دی.

۱۶-د ټرمپ وروستیو څرګندونو شاید له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو مسیر بدل کړى وی، شاید نه یې وی بدل کړى.

۱۷-زموږ مذاکراتی پلاوى اماده دی، اعلام به یې کړو، هغه وخت به یې اعلاموو چې د مذاکراتو دقیق وخت معلوم شی.

۱۸-سیاسیون له انتقاد پرته بل کار نه لری، دوی برنامه نه لری، زه هم سیاسی کس یم خو برنامه لرم.

۱۹-د دوحې د افغانی غونډې په اړه سیاسیونو موږ ته وویل: ۲۵ کسان باید پلاوی کې وی، دباندې چې ووتل ۹۰ کسان یې کړل، بیا یې ۲۵۰ کړل، د طالبانو خبره د هغه پلاوی په اړه سمه وه چې دا خو څه واده نه دی.

۲۰-ټاکنې د خلکو حق دی، خلک باید د انتخاب حق ولری، د طالب هره خبره به نه منل کېږی.

۲۱-زه مذاکراتو ته په عزت او قدرت مخته ځم، موږ جمهوریت ټینګ ساتو، په هر قیمت نظام ساتم.

۲۲-هېڅ شى ټاکنې نه شی ځنډولى، مذاکراتی ټیم د خبرو حق لری، د سولې تصویب په پارلمان او قانونی بنسټونه کوی.

۲۳-ولسمشریزې ټاکنې دوه ځله د کمېسیون د مشکلاتو له کبله ځنډېدلی، سولې ته نه دی ځنډول شوې.

۲۴-که ټاکنې ونه شی، د تصمیم ګیرۍ او مشروعیت بحران رامنځته کېږی، زه جنګسالار نه یم چې په زوره د واک پر ګدۍ کېنم.

۲۵-د حکومت د سولې د خبرو مسیر لویې جرګې ټاکلی دی.

۲۶-سوله لومړیتوب دی، خو د جمهوریت په چوکاټ کې.

۲۷-د سولې په برخه کې طالبانو او امریکا پرمختګ نه دی کړی، موږ څه ملامت یوو.

۲۸-طالبان ولې له ټاکنو ډارېږی؟ ځکه چې د هلمند ولایتی شورا ته به یې هم څوک انتخاب نه کړی.

۲۹-که له دویم ځل انتخابېدو وروسته مې ملت رانه وغواړی دنده پرېږده، پریږدم یې، خو په دې اړه د طالبانو غوښتنه نه منم.

۳۰-زه اویا کلن یم سبا به ومرم، خو جمهوری نظام باید په افغانستان کې ژوندى پاتې شی.

۳۱-د طالبانو تود هرکلی په ګاونډیو هېوادونو کې افغان سیاسیونو ممکن کړ، دوی په دې مسئله کې سیاسی اجماع نه کوی.

۳۲- په تاشکند کې د طالبانو د تود هرکلی په اړه مو له ملګرو ملتونو نه خپل شکایت ،ځکه بېرته واخیست چې دا هېواد د افغان سولې پروسه کې مثبت رول لری، دوی موږ ته د طالبانو د هرکلی په تړاو سپیناوى راکړ، د دوی د بهرنیو چارو وزارت موږ ته وویل، چې تاسې مو کلیدی شریکان یاست.

۳۳-د ټاکنو روڼتیا په افغانانو پورې اړه لری، کمېسیون ما نه دى ټاکلى، کاندیدان یې دې مالکیت واخلی، امنیت او پیسې مو ورکړې، د دولتی مداخلې مخه مو په کې ونیوله.

۳۴-تاسې رسنۍ په انتخاباتو ولې شکونه پیدا کوئ، ولې یوه ملی پروسه نه تشویقوئ، که دا وار مو اعلانات کم دی؟

۳۵-تېر ځل په ټاکنو کې زما ټولې رایې حساب شوې، هره یوه حساب شوه، زه د افغانستان منتخب ولسمشر یم.

۳۶-د پارلمانی ټاکنو پر مهال د کمېسیون څو اوونیزې غونډې ما مدیریت کولې، دوی وویل: دا مه کوه، بندې مې کړې، نتیجه یې تاسې ولیده.

۳۷-د ټاکنو د کمېسیون د مدیریت ځواب باید کمېسیون ورکړی.

۳۸-موږ دا ځل په ولسمشریزو ټاکنو کې بحران ته نه داخلېږو.

۳۹-ټاکنې باید بحران ته پرې نږدو، پراخ داخلی امکانات مو ورته برابر کړی.

۴۰-زه سبا هم کمپاینی غونډه لرم خو نور کاندیدان چې کمپاین نه کوی، نو زه خو یې ورته کمپاین نه شم کولى.

۴۱-د دارالامان غونډې ته مو ټول سیاسیون او کاندیدان راغوښتی وو، چې رانغلل ، نو ما خو مجبورولای نه شول.

۴۲-که تاسې رسنۍ پر ما شکایت یا اسناد لرئ ، چې له دولتی امکاناتو کمپاینی استفاده کوم، نو کمېسیون ته شکایت وکړئ.

۴۳- له امان الله خان سره زما د عکسونو راوړلو کوم ځای کمپاینی دی؟ هر شى کمپاینی مه وینئ. ایا د خپلواکۍ سلمه کلیزه خاموشه تېره کړو؟ ایا دارالامان مو بایدنه وای پرانیستی ؟

۴۴-پاکستان اوس هم منزوی دی، له اقتصادی بحران سره مخ دى، له ترهګرۍ نه د ملاتړ له کبله په نسواری لېست کې دی ،تور لېست ته روان دی.

۴۵-د پاکستان انزوا زموږ هدف نه و، موږ غوښتل پاکستان په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوی.

۴۶-امریکا ته د پاکستانی مشرانو سفر دغه هېواد سره د امریکا د اړیکو په ښه والی کې کوم مثبت او محسوس تغییرات نه دی راوستی.

۴۷- په پاکستان کې مې دا ځل د سفر پر مهال ښه نیت ولید، خو نیت کافی نه دی.

۴۸-دوستم مې شړلی نه دی، له د هغه مسئله حقوقی ده، زه  په حقوقی مسئله کې دخالت نه کوم.

۴۹-د سیاسی ډګر نوی متحدین د برنامې له مخې راته راځی، څوک چې راڅخه تللی تاسې یې وپوښتئ چې ولې تللی یاست.

۵۰-د بهرنیوچارو په وزارت کې د فساد راپور دی، هغه باید وڅېړل شی، په دغه وزارت کې د قومی ګرایی په تړاو تاسې قضاوت وکړئ، چې څومره اغازاده ګان په کې مقرر شوی دی؟

۵۱-د امنیتی ځواکونو د تمویل لپاره ۲نیم میلیارده ډالر لرو، د ملی عوایدو په ډېرولو سره دا پیسې ۴ میلیارده ډالرو ته رسولی شو.

۵۲-د افغانستان په تاریخ کې زما په څېر چا په دولت کې د ښځو مشارکت ته زمینه نه ده برابره کړې.

۵۳-د زرمت په حادثه کې دوه پلاوی پلټنه کوی او عاملینو ته به یې سزا ورکوو، خو باید دا هم ووایو چې ډېر ملکی تلفات چا راوستی؟ په ودونو، شفاخانو او جوماتونو کې چا بریدونه کړی دی؟

۵۶- په خوست کې د کمپاین ځواکونه په ملی امنیت پورې تړلی دی، هر جرم چې پرې ثابت شو، ملی امنیت او زه یې مسوول یم، پلټنې به یې په اړه کوو.

۵۷-پخوا د کابل د هرې امنیتی حوزې مسوول یوې سیاسی حلقې ټاکلى و ،چې دا کارونه مو نور ختم کړل.

۵۸-انس حقانی په بګرام کې دى، د اعدام حکم یې صادر شوی نه دی، زه عموماً د اعدام حکم نه عملی کوم، په قانون کې واضح ده ،چې اعدام باید حبس ابد وی، خو دا باید معلومه شی ، چې اعدام د هېواد په ګټه دى که نه؟

۵۹-د خلیل الله فېروزی د خوشی کولو لومړی وړاندیز ډاکټر عبدالله مطرح کړ، خو تاسې د فیروزی مرګ غواړئ که ۱۲۵ میلیونه ډالر چې حکومت ته یې باید په تصفیه کې ورکړی؟

۶۰- په پنځو کلونو کې درى مهم اشتباهات مې دادی، چې تر دې قاطع عمل مې باید کړی وای، د ځینو وزارتونو د سلیقوی چلند په اړه مې باید ډېر جدی عمل کړی وای، د لوی څارنوال په انتخاب مې هم باید جدی عمل کړی وای.

۶۱-اجرائیه ریاست د چیلک اندازۍ په آدرس بدل شوی، په اساسی قانون کې یې ځای نه و، بیا که ولسمشر شوم اجرائیه ریاست به نه وی.

۶۲-د کوزې پښتونخوا په اړه ما دوه ټویټه وکړل، هلته ورته خلکو وویل: دا ټویټ نه و ټویټم بم و، همدا کفایت کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید