روزنامه هیواد

ولسمشر غنی: رسنۍ او ملکیان په نښه کول جنګی جنایت دی

د افغانستان جمهور رییس اشرف غنی د خورشید تلوېزیون پر موټر برید غندلى او ویلی یې دی ،چې رسنۍ او ملکیان په نښه کول جنګی جرم دی.

ښاغلی غنی دا خبره په خپله ټوېټرپاڼه لیکلې.

د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې سفیر پیری مایډون ویلی ،چې د ژورنالېستانو د خاموشه کولو هڅې به هغوی لا غښتلی کړی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وړمه شپه د خورشید تلوېزیون پر موټر د چاودنې مرګ ژوبله آزادۍ راډیو ته ویلی: دوه کسان شهیدان شوی، دوی د خورشید کارکوونکی نه وو، څلور کسان ټپیان دی، په ټپیانو کې د خورشید تلویزیون درې کارکوونکی شامل دی.

کومې ډلې په کابل ښار کې د خورشید تلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دى اخیستى.

له دې مخکې طالبانو افغان رسنیو ته ګواښ کړى و ،چې که د دوی په خبره له حکومتی تبلیغاتو او د دوى ضد خپرونو لاس وانخلی، بریدونه به
پرې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید