روزنامه هیواد

ولسمشر غنی د کونړ  په محلی ادارو کې د مېرمنو د ونډې په زیاتېدو ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمداشرف غنی کونړ ولایت ته د خپل سفر په لړ کې وړمه ورځ د دغه ولایت له ښځو سره وکتل.مېرمن اسما سحر د کونړ د ښځو په استازیتوب جمهور رییس او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ادارو کې د ښځو د استخدام، د ملی پروګرامونو تطبیق، په فرهنګی او ټولنیزو برخو کې د ښځو د ونډې او فعالیت، د سولې، ښځو لپاره د روغتیایی مرکزونو د جوړولو،  د ښځینه ډاکټرانو او د ښځو لپاره د تفریحی پارک په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهور رییس سره شریک کړل. جمهور رییس غنی د ښځو د ملی اجماع غونډې ته د تیاری لپاره په کونړ کې د ۱۲۰۰ مېرمنو راټولېدل او د دوی فعال حضور او ګډون وستایه او له دې امله یې له هغوی څخه مننه وکړه. ده زیاته کړه: د سولې په اړه د ښځو د ملی اجماع غونډه کې د کونړ د ښځو ښه استازیتوب وشو.جمهوررییس وویل: تر دوو کلونو د مخه د سولې په اړه هېڅ بحث نه کېده،خو موږ د دوامدار کار او هڅو په پایله کې سوله په اصلی، ملی او بین المللی بحث بدله کړه .ده زیاته کړه: د سولې په مشورتی لویه جرګه کې به حد اقل د افغانستان د هرې ولسوالۍ استازی او استازې ګډون ولری.د هېواد جمهور رییس څرګنده کړه : ښځې له څنډې څخه متن ته راغلې او موږ د ښځو لپاره نور څه نه، بلکې همغه عزت غواړو چې بی بی عایشې او بی بی خدیجې درلود. ده وویل: د کونړ ولایت د ښځو ستونزو ته د اساسی پاملرنې ترڅنګ به د دغه ولایت پر ملی شتمنیو لکه اوبو،کانونو او ځنګلونو پانګونه وشی.جمهور رییس غنی د کونړ والی ته لارښوونه وکړه ،چې د اړوند ولایت په محلی ادارو کې د ښځو د ونډې زیاتېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید