د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د کندوز له یو شمېر مشرانو او متنفذینوسره په کتنه کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.په دې غونډه کې، چې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پیل کې سفرمحمد کاکړ، عبدالمقتدر فروزانفر او موسی رحیمی د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د جمهوررییس د کړنو او لاسته راوړنو قدردانی، د نظام ټینګ ملاتړ او د باعزته او عادلانه سولې غوښتنه وکړه. یادو ویناوالو د ۲۱۷ پامیر قول اردو د حفظ او تمویل، امنیه قوماندانۍ کې د اصلاحاتو او لا پیاوړتیا، حلقوی سرک، امنیتی کمربند، د لویو لارو د امنیت، کوچیانو او د دوی مالونو ته د پاملرنې، د خان اباد برېښنا بنداو د کندوز د کدرونو د استخدام په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.د هېواد جمهوررییس له یادو ویناوالو څخه په مننې وویل: د کندوز امنیت ته ځانګړې پاملرنه کېږی او په ښار کې امنیتی حوزې زیاتېږی. ده زیاته کړه: د شېرخان بندر – کندوز د اورګاډی پټلۍ د تاجیکستان په پانګونه جوړېږی او د سواحلو د تحکیماتو به هم واضح اقدامات وشی.جمهوررییس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر ته لارښوونه وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه دې کندوز ته یو منظم ټیم د واضح پلان برابرولو لپاره واستوی او بیا دې له جمهوری ریاست سره شریک کړی. ده زیاته کړه، د کوچیانو د مالونو د اوبو ستونزه دې په اساسی توګه حل شی.جمهوررییس د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې ته د کندوز د کدرونو د نوملړ د ترتیب او په مناسبو ځایونو کې د هغوی د استخدام لارښوونه وکړه. ده زیاته کړه: د خان آباد برېښنا بند، د کندوز ښار ماسټر پلان او حلقوی سرک وړاندیزونو ته به هم پر وخت رسیدګی وشی.