روزنامه هیواد

ولسمشر غنی : د ښارجوړولو او مځکو وزارت دې د استوګنې کورونو طرحه چمتو کړی

د افغانستان اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د اوبو، مځکو، ښاری پراختیا او چاپېریال ساتنې عالی شورا غونډه وړم ماښام په چهارچنار ماڼۍ کې و شوه.په پیل کې د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلی راستنېدونکو، داخلی بې ځایه شویو او د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې وړ کورونو جوړولو او مجدد ادغام په موخه د مناسبې مځکې وېش د تشخیص په هکله په ۱۰۸ ګڼې فرمان کې د دینی علمای کرامو د شهیدانو کورنیو په ورزیاتولو سره، د جمهوری ریاست عالی مقام (۳۰۵) ګڼې فرمان د شکلی او متحوایی تعدیل په اړه معلومات وړاندې کړل.ده وویل: له اړوندو ادارو سره د جمهوری ریاست عالی شوراګانو د انسجام ریاست له لورې د ګڼو همغږو غونډو وروسته، د  ۳۰۵ګڼې فرمان د تعدیل مسوده چمتو او د جمهوری ریاست عالی مقام له خوا توشیح او نافذ شوه.جمهوررییس غنی د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته د ۱۰۸ ګڼې فرمان تطبیقی کړنلارې او د دندو لایحې په پرنسیب کې تائید کړې.غونډې پریکړه وکړه د جمهوری ریاست لومړی معاونیت دې د دغه فرمان د تطبیق او همدا راز د اجرایی کمېټې د چارو د پرمخ وړلو مسوولیت په غاړه واخلی، په همدې ترتیب دې د جمهوری ریاست لومړی معاونیت د پالیسۍ او د جمهوری ریاست دویم معاونیت دې د تقنینی او قانونی-لایحو له نظره د ۱۰۸ ګڼې فرمان تطبیقی کړنلارې او دندې وارزوی.جمهوررییس همدا راز ټینګار وکړ، دولت د خلکو د ژوند د ښه والی په خاطر پر معېشت، هوساینې او آسانتیا برابرولو اساسی تمرکز لری او د ښارجوړولو او مځکو وزارت ته یې لارښوونه وکړه ،چې د استوګنې وړ کورونو طرحه چمتو کړی. وروسته د اجندا مطابق د ښارجوړولو او مځکو وزارت سرپرست پر خیرخوا مارکېټ د الکترونیکی کمپلکس جوړولو طرحه، غونډې ته وړاندې کړه.جمهوررییس غنی د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته پر خېرخوا مارکېټ د الکترونیکی کمپلکس جوړولو طرحې مفکوره په پرنسیب کې تائید کړه.جمهوررییس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه دې د دولت، خصوصی سکتور او مالکانو ترمنځ اتحاده جوړه شی، د پروژې د ډیزاین او څارنې په اړه دې د بین المللی شرکتونو له خدمتونو استفاده وشی او د طرفینو حقوق، د دولت عایدات او د خصوصی برخې ګټه دې مشخصه شی.همداراز غونډې پرېکړه وکړه، په یاده پرژوه کې دې د ښارجوړولو او مځکو وزارت، کابل ښاروالۍ، ملی بانک او خصوصی سکتور شامل شی او د موضوع اړوند دې خپل مسلکی نظریات وړاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید