د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی پرون د ىوه فرمان له مخې د سولې د عالی شورا دارالانشاء لغوه کړه. د افغان ولسمشر وىاند صدىق صدىقی وړاندې خبرىالانو ته د سولې شورا د لغوه کېدو وىلی وو، خو وروسته ىې پر خپله ټوېټرپاڼه ولىکل چې دغه فرمان ىوازې د سولې شورا د دارالانشاء د لغوې په اړه دى. ښاغلی صدىقی وىلی وو چې له دې وروسته به د دارالانشاء چارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت پرمخ وړی.
د سولې شورا له څه مودې راهىسې تر نىوکو لاندې وه چې ګوندې په لسو کالو کې ىې د سولې لپاره داسې کومه لاسته راوړنه نه لرله.
افغان حکومت څه موده مخکې د سولې لپاره د دولت وزارت رامنځته کړ چې سلام رحىمی ىې د دغه وزارت وزىر ونوماوه.