روزنامه هیواد

ولسمشر غنی د عیدګاه جامع جومات د بیارغاونې بهیر وکوت

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون له غرمې مخکې د عىدګاه جامع جومات د بىارغاونې چارو څخه د لىدنې پرمهال له ټولو هغو کسانو څخه چې په دې برخه کې ىې زىارګاللى، مننه وکړه.

جمهوررییس غنی ووىل، د وىاړ ځاى دى چې زموږ ملی اتل غازی امىر امان الله خان ملی خپلواکی له همدې ځاىه اعلام  کړه او د دغه تارىخی جومات بىارغاونه زموږ هېوادوالو ته د تداوم او تحول واضح پىغام  ورکوی.

هغه زىاته کړه، تداوم په دې مانا چې زموږ  اسلامی او تارىخی ارزښتونو ته ادامه ورکول کېږی او تحول دا مانا څه چې وىجاړ شوی، نه ىوازې ابادېږی، بلکې په مراتبو لا ښه جوړېږی.

د هېواد جمهوررییس د عىدګاه جومات د بىارغاونې کارکوونکو ته په خطاب کې ووىل، ستاسو له برکته زموږ ىو لوى تارىخی وىاړ او عظىمه  خزانه د بشپړېدو په حال کې ده. هغه د پلازمېنې زون د پراختىا خپلواکې ادارې مسوول ته د ټولو هغو کسانو د تقدىرولو لارښوونه وکړه، چې د عىدګاه جامع جومات د بىارغاونې په چارو کې ىې زحمتونه اېستلی.

محمداشرف غنی څرګنده کړه، د افغانستان ټولو ولاىتونو ته مې پىغام دادى چې د عىدګاه جومات غوندې به  په هر ولاىت کې ىو عظىم جومات وجود ولری او د پل خشتی او هرات  تارىخی جامع جوماتونو په ګډون به د افغانستان د ټولو عمده او تارىخی جوماتونو بىارغاونه د دې لامل شی چې زموږ راتلونکی نسلونه له خپلې ځلانده اسلامی ماضی سره وصل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید