روزنامه هیواد

ولسمشر غنی: د صناىعو او کانونو خونه د دولت اساسی شرىک دى

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د یکشنبې په ماښام د صناىعو او کانونو خونې له رهبری پلاوی او استازو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه په پىل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدی ووىل، نن د صناىعو او کانونو مدىره پلاوی ټاکنې ترسره شوې چې په کې د مدىره پلاوی ۲۱ نوی او د ولاىتی بورډ ۷۸ غړی انتخاب شول.

نوموړی د صنعت سکتور د اصولو او ارزښت په اړه څرګنده کړه، د صناىعو او کانونو خونې د مدىره پلاوی او ولاىتی بورډ د غړو د ټاکنو موخه په هېواد کې لا زىاتې اقتصادی ودې

ته زمىنه برابرول دی. وروسته د صناىعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمىن زاده په خپلو خبرو کې د صنعت او سوداګرۍ ودې ته د جمهوررییس د پاملرنې مننه وکړه او وې وىل، په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د برابرو شوىو اسانتىاو او اصلاحاتو څخه خوښ ىوو. کمىن زاده په خوست ولاىت کې د صنعتی پارکونو د مځکې د نه وېش، پکتىا صنعتی پارک د ستونزو او په کندهار او ننګرهار ولاىتونو کې د برېښنا انرژۍ د کمبود په برخو کې د صنعتکارانو ستونزې بىان کړې. جمهوررییس غنی د دوى د خبرو له اورېدو وروسته دوى ته د صناىعو او کانونو خونې د شفافو او برىالىو ټاکنو مبارکی ورکړه او وې وىل، د صناىعو او کانونو خونه د دولت اساسی شرىک دى. هغه پر دې په ټىنګار چې د سوداګرو او صنعتکارانو پر وړاندې ټولې ستونزې به حل شی ووىل، ستاسې له فعالې ونډې او مشارکت پرته افغانستان اتکا ته نشی رسېدلاى. جمهوررییس ووىل، موږ غواړو افغانستان په اقتصادی زونونو ووېشو چې د صناىعو او کانونو خونې به په زونونو او ولاىتونو کې په اقتصادی وده کې کلىدی رول ولری. د هېواد جمهوررییس له امنىتی او دفاعی ځواکونو څخه په مننې څرګنده کړه، د افغانستان د لاجوردو کانونه په مطلق ډول د دولت په ولکه کې راغلل. هغه د هېواد له صنعتکارانو وغوښتل چې د صادراتو معىار او کىفىت تشخىص او تطبىق کړی. جمهوررییس غنی ووىل، پنځوس سلنه اوسپنه په خپله تولىدوو اوهېواد ته د وسپنې په وارداتو کې کمبود راغلى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید