روزنامه هیواد

ولسمشر غنی: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی او سپکاوی ډک چلند د منلو وړ ندی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی د غویی په ۱۴ ماښام د ځوانانو ملی او مدنی بنسټونو، د رسنیو ټولنې او مدنی بنسټونو، اجتماعی سازمانونو او خصوصی سکتور له استازو سره په ارګ کې وکتل. په دې کتنه کې عبدالبصیر ارین د ځوانانو ملی او مدنی بنسټونو، جمال ناصر فرهمند او سمن نوری د رسنیو او مدنی بنسټونو، بریالی علیزی د اجتماعی سازمانونو او محمدحسن سپاهی د خصوصی سکتور په استازیتوب خبرې وکړې.دوی په ټولو برخو کې د جمهوررییس غنی د ځوان محوره برنامو د قدردانۍ ترڅنګ د ولسواکۍ د تضمین، د بیان آزادۍ او د سولې اجتماعی فعالیتونو، په هر ولایت کې د سلاکارانو په توګه د دوو ځوانانو د ګمارلو، د سولې په مذاکراتو کې د رسنیزو فعالانو د حضور، د خبریالانو او رسنیو د امنیت د تامین، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوی، معلوماتو ته د لاسرسی پر وړاندې د ستونزو د له منځه وړلو، د خبریالانو د شغلی خوندیتوب، د رسنیزو بنسټونو د حساب ورکولو، پر عایداتو د مالیاتو قانون او د غیرمنقول ملکیتونو د قوانینو د پړاوونو د بشپړولو او په ګمرکونو کې د اخاذیو د مخنیوی په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.وروسته د هېواد جمهوررییس د سولې مشورتی لویه جرګه کې د دوی په ځانګړی ډول د ځوانانو رول وستایه او وې ویل: د سولې مشورتی لویې جرګې ستره لاسته راوړنه په افغانستان کې د ثبات تضمین وو. ده زیاته کړه: له ټولو ارزښتونو څخه به چې تاسې مشخص کړی، دفاع وکړو.جمهوررییس غنی د رسنیو ټولنې غوښتنو ته په اشارې وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون تصویب د دې ستونزې د رفع کولو لاره هواروی، خو د حکومت په بېلابېلو سطحو کې د اطلاعاتو نه ورکول پر یوه فرهنګ بدل شوی ، چې دا فرهنګ باید تغییر وکړی. ده زیاته کړه: د یوه معتبره نړیوال بنسټ سره اړیکې نیول شوی، چې له خبریالانو څخه د ملاتړ صندوق سره مرسته وکړی.د هېواد جمهوررییس د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی او سپکاوی ډک چلند د منلو وړ ونه باله ،د چارو ادارې او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته یې لارښوونه وکړه، چې د دې ادارو په سطحه د خبریالانو لپاره د شکایتونو د ثبت دفترونه جوړ شی.دغه راز جمهوررییس څرګنده کړه: د بیان آزادۍ او رسنیو ته پاملرنه د حکومت کاری لومړیتوب دی او پر ملی راډیو تلوېزیون موثره پانګونه کېږی، ترڅو د اطلاع رسولو پر یوه ماډرن بنسټ بدل شی. هغه په رسنیو کې په استخدام کې د کار قانون پر تطبیق، کاری خوندیتوب او د خبریالانو پر قراردادونو ټینګار وکړ.د هېواد جمهوررییس د خصوصی سکتور استازو ته ډاډ ورکړ چې د قوانینو د مرحلو بشپړول به چټک او ژر به یو شمېر کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شی.ده زیاته کړه: داخلی تولیداتو ته د برترۍ ورکولو د اجرا په خاطر اړتیا ده چې تولیدی اتحادیې ایجاد شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید