روزنامه هیواد

ولسمشر غنی : د جرایمو پر وړاندې دې جدی او بېړنۍ اقدام وشی

د اتم مخ لومړۍ خ بر د افغانستان اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره د غوره تدابیرو نیولو او امنیتی میثاق د تطبیق په موخه، امنیتی غونډه وړم مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د هېواد امنیتی او دفاعی ارګانونو مسوولینو هم حضور درلود، په پیل کې د کابل امنیتی ټیم د امنیتی برنامو، جرمونو او تروریزم سره د مبارزې او امنیتی میثاق عملی کولو په اړه خبرې وکړې.دوی په کابل ښار کې د لسګونو مجرمینو د نیولو، د پولیسو د ګزمو او د خلکو د شکایتونو پر وړاندې د مسوولیتونو په اړه خپل راپور جمهوررییس ته وړاندې کړ.همداراز یې وویل: د امنیتی میثاق په چوکاټ کې د خلکو په همکارۍ په بېلابېلو جرمونو تورن ۱۷۳ کسان پولیسو ته معرفی شوی، ۶۹ تړونونه تازه لاسلیک شوی او په بېلابېلو برخو کې ۳۰۰ امنیتی کمرې نوې نصب شوی. دغه راز د تروریستی فعالیتونو او جرمونو په تړاو ۶۱۰ تورن کسان نیول شوی دی.وروسته د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وویل: پولیس باید جرمونو ته متوجه اوسی، د امنیتی برنامو په پلی کولو کې هڅه وکړی او امرین دې د امنیتی میثاق په چوکاټ کې له خلکو سره زیات کار وکړی.ورپسې جمهوررییس غنی د تروریستی فعالیتونو پر شنډولو، د دښمن د بریدونو دفعه کولو او امنیتی میثاق پر تطبیق او دوام د ټینګار پر مهال وویل: د کابل د امنیت په اړه دې لا زیاتې هڅې وشی او د جرایمو پر وړاندې دې جدی او عاجل اقدام وشی.جمهوررییس زیاته کړه: باید د خلکو روانی امنیت خوندی او د کابل د امنیت په تامین کې دې له ټکنالوژۍ استفاده وشی، امنیتی میثاق دې په درست ډول عملی او دندې دې تفکیک شی، همداراز دې د کابل په پولیسو کې دې اساسی تغییرات راشی چې د جرمونو له بېلابېلو ابعادو سره مبارزه وشی.جمهوررییس غنی د کابل امنیتی ټیم ته لارښوونه وکړه، چې د مځکې د غصب مخنیوی ته لازیاته پاملرنه وکړی او د کابل د ولسوالیو د امنیت د ټینګښت په خاطر دې جدی اقدام وکړی

ممکن است شما دوست داشته باشید