روزنامه هیواد

ولسمشر غنی د باختر افغان هوایی شرکت پرانیسته وکړه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړم ماښام د باخترافغان الوتنه هوایی شرکت له بیا رغاونې وروسته پرانیست.په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه په حامد کرزی بین المللی هوایی ډګر کې جوړ شوی وو، د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او یو شمېر نورو مقاماتو هم حضور درلود په پیل کې د حامد کرزی بین المللی هوایی ډګر رییس جنرال سیدعمر صبور خبرې وکړې.نوموړی خپلې لاسته راوړنې یادې کړې او وې ویل: په تېرو پنځو میاشتو کې مو د ټولو ادارو د راپورونو ترلاسه کولو او د واحد مدیریت سیستم د ایجاد، فساد ضد مبارزې او د نېشه یی توکو، ممنوعه توکو او بهرنیو اسعارو د قاچاق او مخنیوی، د چک پواینټونو په مدیریت کې د تغییر، د غیرضروری موانعو د لرې کولو، د ترمینل پر وړاندې د څلورلارې جوړول، د وی ای پی ساحې کار او د مسافرو د تګ راتګ لارو د ترتیب او تنظیم په برخه کې مهم کارونه شوی دی.د حامد کرزی بین المللی هوایی ډګر رییس د لویو وسایلو لپاره د سکنرونو او کارکوونکو د معاشاتو د زیاتوالی په برخه کې خپل وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.وروسته د باختر افغان الوتنه هوایی شرکت رییس احمدمسلم خرم وویل: موږ په اوو میاشتو کې وتوانېدو یاد شرکت په پښو ودروو او په پنځو پړاونو کې یې د بیارغاونې چارې بشپړې کړو.

ده زیاته کړه: د اتو ساعتونو لپاره زموږ امتحانی الوتنې په بریالی ډول ترسره شوې، اوس یوه الوتکه لرو او تر یوې بلې میاشتې پورې به دوه نورې الوتکې راورسېږی او په څلورو پړاونو کې به خپلې الوتنې وکړو.وروسته د دولتی شرکتونو د څارنې پلاوی حاجی جلال الدین سعید جمهوررییس ته په خطاب کې وویل: تاسې نن د افغانستان په تاریخ کې یو بل مهم ګام پورته کړ او موږ به د شرکتونو د څرنګوالی په اړه تاسې ته راپور درکړو.ورپسې د هوایی چلند ادارې عمومی رییس ډاکتر محمدقاسم وفایی زاده وویل: جمهوررییس او د افغانستان ملت ته د ملی خوبونو د تحقق او د باختر شرکت د بیارغاونې په مبارکی وایم.نوموړی د باختر شرکت د بیارغاونې په خاطر د جمهوررییس د ملاتړ مننه وکړه او وې ویل: تاسې افغانستان د جګړې له جغرافیې څخه د سیمه ییز اتصال پر جغرافیې بدل کړ او زموږ موخه په کم لګښت داخلی اتصال دی، چې د باختر افغان الوتنه هوایی شرکت په فعالېدو، د زیات لګښت فرمول برعکس کېږی او ولایتونه به د څلورو بېزونو په ایجاد سره وصل شی.وروسته د هېواد جمهوررییس د باختر افغان الوتنه هوایی شرکت د فعالیت جواز احمد مسلم خرم ته ورکړ او د یاد شرکت مسوولینو لومړی بورډنګ پاس جمهوررییس غنی ته ډالۍ کړ.جمهوررییس غنی د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته په کابل، غزنی، هلمند او د هېواد په نورو برخو کې د وروستیو تروریستی پېښو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ څرګندولو پر مهال وویل: د افغانستان دښمنان نه شی کولای زموږ ملی اراده ماته کړی.ده زیاته کړه: باختر شرکت بیا ورغاول شو او دا ګام د اړتیا پر بنسټ وشو، زموږ د امنیتی او دفاعی قواو اړتیا، چې وکولای شی په دورانی ډول خپله رخصتی، تبدیلی او وظیفوی تناوب ترسره کړی، باید د امنیتی او دفاعی سکتور او باختر شرکت ترمنځ اوږدمهاله قرارداد لاسلیک شی، ترڅو د وطن د رېښتینو بچیانو غوښتنې پوره شی.جمهوررییس د باختر شرکت او هوایی ډګر مسوولینو ته په خطاب کې وویل: تاسې د فساد، قاچاق او هر ډول بې بندوبارۍ پر وړاندې د حکومت د رهبرۍ ملاتړ له ځانه سره لرئ.د هېواد جمهوررییس دې ته په اشارې چې ټولې تصدۍ به په ملی شرکتونو بدلېږی وویل: پر دغو شرکتونو پانګونه له دولتی سرچنیو څخه نه ده او منطق یې د شتمنۍ ایجاد دی.جمهوررییس غنی وویل: په نږدې راتلونکی کې به د هوایی ډګر پر غوره امنیت او له ټکنالوژۍ پر استفادې پانګونه و شی او ژر به د باختر افغان هوایی شرکت د دوو نورو الوتکو قرارداد هم لاسل محمد اشرف غنی وړم ماښام دحامدکرزی بین المللی هوایی ډګر د امنیتی کمرو نوی سیستم ،چې د جرمنی په مرسته په پرمختللې بڼه جوړ شوی، د پټۍ په پرې کولو سره پرانیست.په دغو مراسمو کې چې په حامدکرزی بین المللی هوایی ډګر کې جوړ شوی وو، جمهوررییس غنی د امنیتی کمرو نوی سیستم د یاد هوایی ډګر د معیاری کېدو لپاره فوق العاده مهم او ستر ګام وباله او زیاته یې کړه: د یاد سیستم په فعالېدو سره به په حامد کرزی بین المللی هوایی ډګر کې د مسافرو ځان او مال او د الوتنو امنیت او خوندیتوب ته لا زیاته پاملرنه کېږی او د نېشه یی توکو د قاچاق مخه به ونیول شی.دهېواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې د جرمنی پولیسو او د حامد کرزی بین المللی هوایی ډګر ټولو هغو ارګانونو څخه چې د یاد سیستم په فعالولو او مخته وړلو کې همکاری او هڅه کوی مننه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید