روزنامه هیواد

ولسمشر غنی د انس حقانی په ګډون د درېـیو طالب بندیانو د آزادولو خبر ورکړ

ولسمشر محمد اشرف غنی ملت ته په ډېره مهمه وینا کې ویلی چې د انس حقانی په ګډون به ۳  لوړپوړی طالب بندیان د دوو بهرنیو برمته شویو کسانو په بدل کې آزاد شی. ولسمشر غنی ویلی چې دغه پرېکړه یې له نړیوالو همکارانو سره له مشورې وروسته کړې.په دې اساس به د افغانستان حکومت ۳  لوړپوړی طالب بندیان آزاد کړی. په دوی کې یو تن د حقانی شبکې د مشر سراج الدین حقانی کشر ورور او د نوموړې شبکې مرستیال انس حقانی دی.دغه ۳  بندیان په کابل کې د افغان _ امریکایی پوهنتون د هغو دوو استادانو د خوشی کېدو په بدل کې آزادېږی چې له طالبانو سره بندیان دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د سه شنبې په ورځ په خپله وینا کې چې د ټلویزیون له لارې خپرېده وویل: «له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو د زمېنې مساعدولو په موخه، حکومت پرېکړه کړې چې ۳  طالب بندیان په مشروط ډول د پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې آزاد کړی.))غنې زیاته کړه چې دا تصمیم یی د افغانستان له بین المللی شریکانو او په ځانګړی توګه د امریکا له متحدو ایالتونو سره تر ډېرو نږدې سلا مشورو وروسته نیولى دى، چې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو زمینه مساعده شی.د افغانستان ولسمشر وویل: «دا ۳  تنه عبارت دی له حاجی مالی خان د  ولی خان زوى، عبدالرشید د محمد عمر زوى او انس د جلال الدین زوی.))دغه دوه تنه پروفیسران چې یو یی امریکایی کیون کېنګ او بل یی د هغه استرالیایی همکار ټیموټی وېکس، نومېږی د ۲۰۱۶م کال په اګېست میاشت کې طالبانو له پلازمېنې کابل څخه تښتولی وو.په کابل کې د افغان _ امریکایی پوهنتون (AUAF) په پرله پسې ډول د دغو استاذانو د خوشی کولو غوښتنه کوله. د کېنګ د خراب روغتیایی وضعیت په اړه په پرله پسې ډول راپورونه ورکول شوی دی.د افغانستان د استخباراتی ادارې د معلوماتو پر اساس انس حقانی د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې نیول شوى و.

ممکن است شما دوست داشته باشید