روزنامه هیواد

ولسمشر غنی د امریکا د سنا جرګې غړیو ته د ترهګرۍ او سولې په اړه مالومات ورکړل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی د شنبې په ماسپښین په جرمنی کې د مونیخ د ۵۶ امنیتی کنفرانس په څنډه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا جرګې له یو شمېر استازیو سره وکتل.په دغې کتنه کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د سناجرګې د نظامی خدمتونو، چاپېریال ساتنې، فوایدعامې، بانکدارۍ او ښارجوړولو او بودجې دکمېټو رییسانو هم حضور درلود، پر بېلابېلو مسایلو په ځانګړی ډول افغان سولې، د افغانستان او امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا او له افغانستان سره د دغه هېواد د ملاتړ د دوام په اړه بحث او خبرې وشوې.دوى د سولې پروسې، د امریکایی ځواکونو دکمولو او پر وضعیت د هغه د اغېزو په اړه خپلې پوښتنې هم مطرح کړې.جمهوررییس غنی د تاوتریخوالی او جنګ ختمولو، د ترورېستانو د امن ځایونو، اوربند او پایدارې سولې ته د رسېدو په برخه کې چې د افغانانو غوښتنه ده، معلومات ورکړل.جمهوررییس یو ځل بیا ترورېزم  افغانستان، د امریکا متحدو ایالتونو او سیمې ته اصلی ګواښ وباله او د داعش پر ضد یې د افغانستان د مبارزې د یادولو پر مهال، د ترورېزم پرضدد ګډې مبارزې پر دوام ټینګار وکړ.جمهوررییس غنی څرګنده کړه: سوله د افغان دولت او ملت لومړیتوب دى. هغه په ټینګار وویل: افغانان، د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او موږ د یوه شریک په توګه غواړو خپلې ستراتېژیکې اړیکې مخته یوسو او نه غواړو د اوږو بار واوسو.جمهوررییس غنی د دې په بیانولو سره چې له امریکا سره د مشارکت لپاره زموږ د خلکو غوښتنه صادقانه ده وویل،: افغانان تل د دغه ډول اړیکو غوښتونکی دی.جمهوررییس د انکشافی پلانونو په اړه هم په خپلو خبرو کې وویل: حکومت د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره پر پلانونو کار کوی او په دې برخه کې د خلکو ملاتړ له ځانه سره لرو او غواړو پر خپلو پښو ودرېږو. جمهوررییس د افغان دولت پر مالکیت او رهبرۍ د سولې پر پر وسې د ټینګار پر مهال د دغه بهیر ګواښونو او فرصتونو ته په اشارې وویل: موږ باید په دقیق ډول د دغې پروسې ګواښونه وپېژنو، چې له کومې سترې ننګونې سره مخ نشو. د هر نوښت چې موږ سولې ته نږدې کوی، هرکلى کوو.جمهوررییس غنی وویل: د افغانستان اجنډا سیمه ییزې همکارۍ او د مرکزی اسیا له هېوادونو سره د ترانزیټ او سوداګرۍ پراختیا ده.په دغې کتنه کې امرالله صالح هم د طالبانو له لوری د افغانستان ملی امنیت ته د موجودو متوجه ګواښونو په اړه خپله ارزونه تشریح کړه او د طالبانو د ظرفیت او دا چې دوى څنګه او په کومو امکاناتو او بهرنۍ رهبرۍ دغه جګړه د افغانانو پر ضد مخته وړی، تفصیلی توضیحات وړاندې کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید