روزنامه هیواد

ولسمشر غنی: ترهګر غواړی پر خبریالانو د بریدونو له لارې خپل جنایتونه پټ وساتی

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو د پټولو او د رسنیو د رسا غږ د خاموشولو په موخه وړم سهار د هلمند مرکز لښکرګاه کې د آزادۍ راډیو د سیمه ییز خبریال محمدالیاس داعی پر موټر د ماین په چاودنه کې نوموړی شهید او یو شمېر هېوادوال ټپیان کړل.جمهوررییس غنی وویل: تروریستی ډلې د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په ترسره کولو سره د بیان آزادی او د خبریالانو رسا غږ نه شی محدودولی، ځکه زموږ د هېوادوالو، رسنیو او خبریالانودا قانونی حق او لاسته راوړنه په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې، چې حکومت یې ساتنې، پالنې او لا ودې ته ژمن دی.جمهور رییس د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال د شهید محمدالیاس داعی کورنۍ ته د خپلې خواخوږ ۍاو غمشریکۍ مراتب څرګندوی، د هغه ټپی ورور او د پېښې نورو ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوی

ممکن است شما دوست داشته باشید