روزنامه هیواد

ولسمشر غنی او د پاکستان لومړی وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی د پنجشنبې په ورځ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سره، چې د لوړ پوړی پلاوی په مشرۍ کابل ته په رسمی سفر راغلی وو، وکتل. د جمهوری ریاست ماڼۍ ته د پاکستان د لومړی وزیر له رسېدو، د تشریفاتو قطعې له معاینې او د دواړو هېوادونو د ملی سرودونو له غږولو وروسته یې د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی رسمی هرکلی وکړ.وروسته، جمهوررییس غنی او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.ورپسې د هېواد جمهوررییس او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په ګډه مطبوعاتی غونډه کې حضور وموند او د خپلو کتنو په اړه یې معلومات ورکړل. جمهوررییس غنی د پاکستان لومړی وزیر او مل پلاوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل: تاسې په داسې وخت کې سفر کوئ ،چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او دا سفر ټول افغانستان ته مهم او ارزښتمن پیغام رسوی.ده زیاته کړه: زموږ ګډه موخه دا ده، چې په باور سره د راتلونکی پر لور ګام واخلو، ترڅو پر هغو بې باوریو ،چې موږ یې ښکار کړی یوو، برلاسی شو. د افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا لپاره ګډ لیدلوری نه یواځې د همکاریو د پیاوړتیا، بلکې د سیمه ییزو همکاریو او اتصال لپاره هم ځانګړی ارزښت لری.جمهوررییس وویل: د دواړو لوریو لپاره ګډ تمرکز الهام بښونکی دی، د بېوزلۍ له منځه وړل او زموږ د ولسونو پیاوړتیا د دواړو اسلامی هېوادونو د اساسی قوانینو په چوکاټ کې دی.جمهوررییس غنی وویل: پیغمبر (ص) ته احترام د هر مسلمان په وېنه او زړه کې ځای لری او د یو مسلمان ښه او نېک چلند، د پیغمبر (ص) له سیرت څخه الهام اخیستی او زموږ ټولو لپاره لارښود دی. ده پر دې په ټینګار سره، چې د مثبتو او منفی آزادیو ترمنځ باید توپیر وکړو وویل: پیغمبر (ص) ته احترام د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د احترام په معنی دی.د هېواد جمهوررییس وویل: تاسو له زیاتو پیغامونو سره راغلی یاست، خو تر ټولو مهم پیغام دا دی، چې د تاوتریخوالی زیاتوالی سم ځواب نه دی، بلکې زموږ د اساسی قانون د ارزښتونو په چوکاټ کې پایداره سولې لپاره ټولیزه سیاسی هوکړه، راتلونکې تګلاره ده.جمهوررییس غنی څرګنده کړه: سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او باید ټول پوه شو چې رغاونکی او هر اړخیز سیاست  غوره کول، راتلونکې ته لار پرانېزی. ده همداراز وویل: د ویاړ ځای دی، چې پاکستان ته د سفر په اړه ستاسو بلنه منم او په یوه مناسب فرصت کې به هغه هېواد ته درشم.عمران خان په خپلو خبرو کې د جمهوررییس له بلنې د مننې ترڅنګ وویل: خوښ یم چې تاریخی کابل وینم او دغه ښار د پاکستان خلکو لپاره له ډېر پخوا راهیسې په زړه پورې دی.ده زیاته کړه: زه په داسې حال کې راغلی یم ،چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او غواړم تاسو ته ډاډ درکړم، چې موږ د پاکستان حکومت او خلک اندېښنه لرو او دا اندېښنه هماغه ده، چې تاسو یې احساسوئ، د سولې ټینګښت لپاره احساس.عمران خان وویل: د افغانستان خلک له څلورو لسیزو راهیسې له زیاتو دردونو سره مخ شوی او دغه هېواد سولې ته اړتیا لری او پاکستان لېواله دی، چې په دې برخه کې خپل رول ولوبوی او زه غواړم ډاډ درکړم چې د تاوتریخوالی کمولو په برخه کې به پاکستان هغه څه، چې په توان کې یې وی، مرسته وکړی. د پاکستان لومړی وزیر څرګنده کړه: پاکستان په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ډېر لېواله دی او موږ هیله لرو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه او ترانزیټی همکاری پراخه شی.ده وویل: له دې سفر څخه زموږ ټوله موخه دا وه ،چې باور رامنځته، اړیکې پیاوړې او تاسو ته ډاډ درکړو ،چې ستاسو له توقع به زیات هغه څه ته چې اړتیا وی، همکاری وکړو.

د یو بل خبر له مخې :

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی او د پاکستان اسلامی جمهوریت لومړی وزیر عمران خان وړمه ماسپښین په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړیو پلاویو هم حضور درلود، د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره او د جمهوری ریاست دواړو مرستیالانو هم په کې حضور درلود، لومړی جمهوررییس غنی عمران خان او ورسره پلاوی ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې وښوده، چې دغه سفر د راتلونکو سفرونو د پیل او د دواړو هېوادونو د خلکو او ملتونو ترمنځ د مناسباتو د لا زیاتې پراختیا لامل شی. ده زیاته کړه: افغانستان او پاکستان نه یوازې تاریخی مشترکات لری، بلکې ګډه راتلونکې لری او زموږ راتلونکی لرلید هماغه د سیمه ییز اتصال او همکاریو هیله ده، چې زموږ د خلکو د وضعیت ښه والی لپاره مهمه ده او دا باید زموږ د مناسباتو اساس جوړ کړی. جمهوررییس وویل: دغه سفر، تاریخی سفر دی او هیله لرم ،چې د اقتصادی همکاریو او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د نورو مثبتو هڅو د پیاوړتیا لامل شی.جمهوررییس غنی څرګنده کړه: دغه تاریخی سفر به داسې فرصتونه رامنځته کړی، چې پر تېر بریالی شو او باید دواړه هېوادونه هڅه وکړی ،چې دغه فرصتونه ضایع نه شی.جمهوررییس غنی د عمران خان د دریځ چې تل یې د افغانستان اسلامی جمهوری نظام څخه ملاتړ کړی او دا چې پاکستان هڅه کوی ، ترڅو له موږ سره د سولې پروسه کې همکاری وکړی، مننه وکړه.همداراز جمهوررییس وویل: د دواړو هېوادونو لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتوالی د منلو وړ نه دی او د طالبانو تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږی او د دې ستونزې د حل یوازینۍ لاره ، سیاسی تګلاره ده ،چې باید پرمخ یوړل شی. زموږ او د پاکستان خلک له ترورېزم او بېوزلۍ څخه زیات زیانمن شوی او له یو بل سره کولی شو په دې برخه کې بدلون رامنځته کړو.جمهوررییس غنی وویل: دواړه لوری باید د سوداګرۍ پراختیا او د اقتصادی او ترانزېټی همکاریو پر اساس د ستراتېژیک لیدلوری په پیاوړتیا کار وکړی.جمهوررییس وویل: موږ باید د سیاسی او اقتصادی پراختیا ستر لیدلوری ولرو او ګواښونو ته په پام، فرصتونه له لاسه ورنه کړو، په افغانستان کې سوله او ثبات به د پاکستان د اقتصادی پیاوړتیا لامل شی.په دغه کتنه کې د پاکستان لومړی وزیر وویل: زیات خوشحاله یم افغانستان ته چې له کلونو مې د دغه هېواد د سفر هیله لرله، راغلم. او هیله لرم د وروستیو څو لسیزو تاوتریخوالی، چې د افغانستان پر خلکو یې زیات غمونه راوستی، پای ته ورسېږی.ده زیاته کړه: په افغانستان کې سوله او ثبات د دواړو هېوادونو په ګټه دی او روان تاوتریخوالی د منلو نه دی. غواړم ووایم، موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالی په موجودیت کې زیات ناراحته او اغېزمنېږو. د پاکستان لومړی وزیر څرګنده کړه، موږ غواړو مثبت رول ولوبو او د داسې شرایطو غوښتونکی یوو چې په کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ناوړه شک موجود نه وی.عمران خان وویل: موږ خپله وروستۍ هڅه کوو ،چې تاوتریخوالی کم شی. زموږ هېواد هم له جنګ څخه ډېر زیان لیدلی دی، د سیمې د وضعیت لپاره غوره ده، چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شی.نوموړی زیاته کړه: موږ د پاکستان او افغانستان د پلاویو ترمنځ له وروستیو خبرو راضی یوو او د دواړو هېوادونو لیدلوری د اقتصادی همکاریو پراختیا ده. د دواړو هېوادونو اړیکې باید په شفاف ډول پراخې شی، ګډې کمېټې د ایجاد په حال کې دی او د همکاریو د لازیاتې پیاوړتېا په اړه به کار وکړی.عمران خان د خپلو خبرو په پای کې جمهوررییس غنی ته پاکستان ته د رسمی سفر بلنه ورکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید