روزنامه هیواد

ولسمشر غنی : امنیتی ځواکونه دې د خلکو او لویو لارو امنیت خوندی کړی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه وړم مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.په دې غونډه کې د هېواد د عمومی امنیتی وضعیت په اړه بحث وشو او د دښمن د بریدونو د دفع او شنډولو په برخه کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو په ځای پر ځای کولو خبرې وشوې او پر کابل پوهنتون د وروستی تروریستی برید په شمول د وروستیو تروریستی پېښو د ارزونو راپور واورېدل شو.په پیل کې جمهوررییس غنی وویل: له دوو ورځو راهیسې مې د جلا تلېفونی اړیکو له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ملی اردو له مسوولینو او قوماندانانو سره چې له دښمن سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږی، د خبرو لړۍ پیل کړی او احوال یې پوښتم.ورپسې د ملی دفاع وزارت لوی درستیز، د کورنیو چارو وزیر او د ملی امنیت لوی رییس د هېواد د عمومی امنیتی وضعیت په اړه د خپلو فعالیتونو او اجرااتو راپور، د هېواد له جمهوررییس سره شریک کړ.همداراز د طالبانو ډلې د ګواښونو د څرنګوالی په اړه، چې د خلکو او لویو لارو امنیت ته متوجه دی خبرې وشوې جمهوررییس وویل: امنیتی او دفاعی ځواکونه دې د دغو ګواښونو د دفع او شنډولو په برخه کې اقدام وکړی.جمهوررییس په غزنی او زابل ولایتونو کې د تروریستی بریدونو د غندنې پر مهال وویل: باید زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه په چټکۍ سره د دښمن د ګواښونو مخنیوی وکړی.په همدې ترتیب جمهوررییس غنی د امنیتی او دفاعی بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې ځواکونو د ساتنې او د بېزونو او قرارګاوو د امنیت د تامین په برخه کې دې جدی اقدامات وکړی او په ټولو ردو کې ،چې د امنیت تامین او خلکو ته د خدمتونو پر وړاندې کولو بوخت دی، خپله همغږی زیاته کړی.جمهوررییس پر کابل پوهنتون د تروریستی برید د څرنګوالی راپور له اورېدو وروسته، د هېواد له امنیتی او دفاعی ارګانونو څخه د دغې تروریستی پېښې د عاملینو د نیولو په خاطر مننه وکړه.جمهوررییس محمداشرف غنی د هېواد له عدلی او قضایی بنسټونو وغوښتل ،چې د یادې پېښې د عاملینو د مجازاتو په برخه کې عاجل اقدامات وکړی، ترڅو خلک د عدالت له تامین څخه ډاډه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید