روزنامه هیواد

ولسمشر غنی : افغان ځواکونه نوم ورکی سرتېری نه، بلکې د هېواد نوموتی اتلان دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې د ملی امنیت عمومی ریاست له رهبری پلاوی او منسوبینو سره د یاد ریاست په مقر کې وکتل.په دې کتنه کې، لومړی د ملی امنیت عمومی رییس محمد معصوم ستانکزی ملی امنیت او د دې امنیتی بنسټ مسلکی کولو او پیاوړتیا ته د جمهوررییس له پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل: پر ستونزو سربېره د جمهوررییس امنیتی لیدلوری د دې لامل شوی، چې هېواد د ثبات لور ته ولاړ شی.ده په دې ټینګار وکړ، چې ملی امنیت اداره هڅه کوی د تروریستانو پټنځایونه له منځه یوسی، ده زیاته کړه ،چې د ملی امنیت منسوبین هره شېبه تیار دی، چې له ولسی نظام، ملی حاکمیت، مځکنۍ بشپړتیا او ملی نوامیسو دفاع وکړی.جمهوررییس د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د هېواد د امنیت ګډوډولو لپاره د دښمن د ذلیلو هڅو سره سره دستاسو دنده د دې لامل شوې، چې د ناامنیو مخه ونیول شی. تاسو نوم ورکی سرتېری نه، بلکې د هېواد نوموتی اتلان یاست.د جمهوررییس څرګنده کړه: په تېرو اوو میاشتو کې د زیاتو ګواښونو سره سره، تاسو په قوی اراده د طالبانو او نورو تروریستی ډلو ملا ماته کړې او هېڅ تروریستی ډلې ته مو اجازه نه ده ورکړې ، چې خپل فعالیتونه پراخ کړی.جمهوررییس وویل: زموږ خلک هېڅ تروریستی ډلې ته سر نه ټیټوی او زیاته یې کړه: تاسو د دې هېواد رښتینی بچیان یاست، دوستانو او دښمنانو ته مو ثابته کړه، چې متزلزله نه یاست او د خپل هېواد ساتنه کوئ.د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان زیاته کړه: ستاسو ارادې او قدرت د دې زمینه برابره کړې، چې موږ د سیاست په ډګر کې په قاطعیت خبرې وکړو، سم تصمیم ونیسو، په تدبیر عمل وکړو او په جګړه او سیاست کې بریالی شو.جمهوررییس غنی وویل: زموږ دولت د نړیوالې ټولنې یو مهم شریک دى او زموږ له امنیتی او دفاعی ځواکونو سره نړیوالې مرستې دوام کوی.ده څرګنده کړه: طالبان یوه ورانکاره ډله ده او تل هڅه کوی خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان ورسوی. په همدې اساس، دا ستاسو دنده ده ،چې دغه ورانکاره ډله له منځه یوسئ او هغوی ته اجازه ور نه کړئ چې هېواد او خلکو ته زیان ورسوی.جمهوررییس غنی د خپلو خبرو په پای کې وویل: زموږ جهاد برحق جهاد دی او دسولې تر ټینګښت پورې، د هېواد په هره څنډه کې د دې خاورې دښمنان وځپئ.

ممکن است شما دوست داشته باشید