روزنامه هیواد

ولسمشر غنی : افغان ځواکونه د خپلو خلکو او نظام د دفاع حق لری

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما یو ځل بیا په روانه جګړه کې ملکی مرګ ژوبله اندېښمنوونکې بللې ده.د یوناما مشرې دیبورا لاینز له ولسمشر غنی سره لیدنه کې وېیلی، په افغانستان کې د تاوتریخوالی د کمولو او ملکی مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره باید د سولې هڅې ډېرې او چټکې کړل شی.نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی ډېرېدل او پر ښارونو بریدونه د جدی اندېښنې وړ دی.مېرمن لاینز وېیلی، ملګری ملتونه د دې غوښتونکی دی ،چې ښکېل لوری دې د جګړو پر ځای پر سوله او مذاکراتو تمرکز ډېر کړی.د ارګ خبرپاڼه وایی: ولسمشر غنی هم په دې لیدنه کې وېیلی ،چې سوله او د تاوتریخوالی کمول یې د حکومت لومړیتوب دی، خو افغان ځواکونه دخپلو خلکو او نظام د دفاع حق لری، نو ځکه طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلی او د خبرو مېز ته حاضر شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید