روزنامه هیواد

ولسمشر غنی: افغانستان باید ډیجیټلی اقتصاد او حکومتولی ولری

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی د چهارشنبې په ماښام د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو سره په غونډه کې د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واورېد.په دې غونډه کې، چې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت رییس داوود نورزی او د یادې ادارې یو شمېر مسوولینو د تېر کال په پرتله د سږ کال  په عوایدو کې د زیاتوالی، فساد سره د مبارزې، د برېښنا انرژۍ د عرضې او تقاضا ستونزې، د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، د ژمی فصل د پلان، تر کار لاندې پروژو، په چارو کې د شفافیت،  په کابل ښار کې د یو شمېر اصلاحی برنامو د تطبیق، د استخدام او لاسته راوړنو په اړه جمهوررییس ته معلومات ورکړل او دغه شرکت ته د لازیاتې پاملرنې غوښتونکی شول.د هېواد جمهوررییس د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته د برېښناشرکت د ضایعاتو د کمولو په اړه د جامع پلان هرکلی وکړ او وې ویل: دا چې تاسې د برېښنا د ضایعاتو کمولو  لپاره څومره پاملرنې، پانګونې او اصلاحاتو ته اړتیا لرئ، په اړه یې خپل وړاندیزونه راسره شریک کړئ.جمهوررییس د جینوا کنفرانس د بریالی ترسره کېدو د مبارکۍ پر مهال وویل: د عوایدو له نظره مو خوښ یم، په عوایدو کې مو مثبت تغییر راغلی، اوس باید سیستم دیجیټلی شی او پر دیجیټلی ستراتېژۍ کار کوو.جمهوررییس غنی ټینګار وکړ: غواړم د دیجیټل جوړولو د بېلابېلو ابعادو په اړه پایلې ته ورسېږو، په دې برخه کې مشخص وړاندیزونه وکړئ.محمداشرف غنی څرګنده کړه: د افغانستان برېښنا شرکت او اترا اداره باید په ګډه په اساسی توګه د برېښنالېږد مزو او نوری فایبر په اړه یوې پایلې ته ورسېږی.  ده زیاته کړه: موږ باید دیجیټلی حکومتولی او دیجیټلی اقتصاد ولرو.د هېواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې دافغانستان برېښنا شرکت ته لارښوونه و کړه چې له خصوصی سکتور سره دې په ګډه  کار وکړی، ترڅو په ژمی کې د کابل ښاریانو او صنعتی پارکونو برېښنا تنظیم او د کموالی ستونزه یې په درست ډول حل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید