روزنامه هیواد

ولسمشر د ملی امنیت شورا ته ۷ نوی مرستیالان وټاکل

د ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، ولسمشر غنی په جلا جلا فرمانونو کې د ملی امنیت شورا لپاره اووه نوی مرستیالان ټاکلی دی.په دغو نویو کسانو کې سالم شاه ابراهیمی په مافوق بست کې د امنیت شورا د تخنیکی او مسلکی مرستیال په توګه، سیدعبدالوحید قتالی په مافوق رتبه بست کې په ولسی او سیاسی چارو کې د مرستیال په توګه، محمد حمید طهماسی د سترجنرالۍ په بست کې د ملی امنیت شورا د سرمفتش په توګه او رفیع فاضل په مافوق رتبه بست کې د ملی امنیت شورا د دفتر د رییس په توګه وټاکل شو.همدا راز محمد ماهر یعقوبی د ډګر جنرالۍ په بست کې د امنیتی سکټور د تصفیې او انکشاف رییس، محمد رضا فضلی په فوق رتبه بست کې د همغږۍ او ملی استخباراتو د اخذ رییس او سید خادم انتظار په فوق رتبه بست کې د سولې او ملکی وګړیو د خوندیتوب د رییس په توګه او جاوېد فیصل د ملی امنیت شورا د ویاند په توګه وټاکل شو.په دې اړه د دوشنبې په ماښام په ارګ کې جوړو شویو مراسمو ته د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل، د شورا تشکیلات یې پنځوس سلنه راکم کړی ،خو د ظرفیت له مخې یې تشکیلات ښه شوی چې نوی مسوولان یې هم د وړتیا له مخې ورته ټاکلی دی.په همدې حال کې څو ورځې وړاندې له امنیت شورا سره د ستراتیژیکو اړیکو د مرستیال ولی الله منور، د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو د مرستیال عتیق الله نوشېر او د ملی امنیت شورا د دفتر سلاکار شاکر مرادی د دندو قراردادونه لغوه شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید