روزنامه هیواد

ولسمشرۍ ماڼۍ د مارجې د فتحې په اړه ملت ته مبارکی وىلې

ولسمشرۍ ماڼۍ د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د برىا په اړه ټول ملت او سرتېریو ته مبارکی ورکړې ده.د ولسمشر وىاند صدىق صدىقی پرون دوشنبه په خپل ټوېټ کې لىکلی، د افغان حکومت رهبری د هلمند په مارجې کې د افغان امنىتی دفاعی او امنىتی ځواکونو د برىا له امله ټولو ته مبارکی وایی.   افغان ځواکونو د روانې لیندۍ په ۹مه له څلورو کلونو وروسته د مارجې ولسوالۍ کې خپله برىا اعلام کړه او زىاته ىې کړه چې په دغه جګړه کې یې د طالبانو د نظامی قومندان ملا عبدالباری په شمول ۳۷ طالبان وژلی او لسګونه نور ىې ژوبل کړی دی. خو تر دې ىوه ورځ وړاندې بىا د سرحدی ځواکونو د لوا قومندان جنرال ظاهر مقبل مارجې ته په لاره د ىو ماىن په چاودنه کې ووژل شو او د درې ساتونکو تر څنګ ىو خبرىال ورسره ژوبل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید