روزنامه هیواد

ولسمشریزې ټاکنې به ډېر ژر د ملت د ارادې پر بنسټ اعلام شی!

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پلان له مخې به نن د راى شمېرنې عملی بهیر پیل شی. د ټاکنو خپلواک کمېسىون چارواکی واىی، له پلان سره سم د کابل مرکزی دفتر ته له ولاىتونو د حساسو انتخاباتی موادو د رالېږدونې بهىر بشپړ شوى او د جمعې ورځې تر ناوخته د باىومټرىک راىو ۲۰ زره او ۵۰۰ فورمې د کمېسسىون له اصلی سرور سره وصل شوې او د پاتې نورو ټولو دا پروسه به هم ژر بشپړه شی. ولسمشرىزې ټاکنې د مىزان په ۶مه وشوې چې، د ټاکنو کمېسىون د شمېرو له مخې څه ناڅه دوو مىلىونو او ۷۰۰ زره کسانو په دغو ټاکنو کې برخه اخىستې او ټاکل شوې د روانې مىاشتې په ۲۷ مه د ټاکنو پاىلې اعلام شې. ولس، مدنی ټولنه، سیمه او په نړیواله کچه او آن ملګری ملتونه د دې هرکلى کوی، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې په خپله او ښه موقع اعلام او ټاکل شوى ولسمشر لوړه وکړی. داسې پیغامونه ورکول شوی، چې دا ټاکنې به په لومړی پړاو کې پایله ورکړی او د افغانانو او نړیوالو انتظار به پاى ته ورسوی. افغان حکومت د راى شمېرنې او د پاکو او ناپاکو رایو د جلا کولو په چارو کې د هر ډول مداخلې مخنیوى کوی. دا ځل حکومت د تېر حکومت په څېر نه دى، چې په دې کې ناغېړی وکړی او پرېږدی، چې هر څوک په کې لاسوهنه وکړی، چې د واک موده یې نوره هم اوږده کړاى شی، له بده مرغه هغه مهال د حامد کرزی په مشرۍ واکمن حکومت په دې برخه کې ناغېړی کوله چې ټاکنې پایلې ورنه کړی، هېواد بحران ته لاړ او د هغوى ناقانونه واکمنی نوره هم اوږده شی، حامد کرزی او د هغه د حکومت شریکانو غوښتل ، چې ملت او نړیوالې ټولنې ته ښکاره کړی، چې ګنې پر ولسمشریزو ټاکنو ښاغلى غنی او عبدالله نه جوړېږی، نو د هغوى حکومت تیار جوړ دى او واک دې نور هم اوږد شی،له همدې امله هغه ټاکنې د ملی یووالی د حکومت پر زېږولو پاى ته ورسېدې، چې نن یې ستونزې ګالو، خو دا ځل هسې نه کېږی، اوسنى ولسمشر خپله د ولسمشرۍ د بلې دورې لپاره کاندید اوپه ټول وس د ټاکنو د قانونی پایلو لپاره د جدی مدیریت غوښتونکى دى. نو دا ټاکنې به په خپل وخت پایله ورکړی او پایله به یې هم د ملت له انتخاب سره سمه او قانونی وی! اوس افغان ځواکونه هم په ټاکنو کې د هر لوری او هر چا د لاسوهنې مخنیوى کولى شی، دغه راز عدلی او قضایی ارګانونه د داسې کسانو او لوریو په وړاندې په خپلواکه توګه تصمیم نیولى او هغوى محاکمه کولى شی او درېـیم دا چې اوس ملت هغه پخوانى ملت نه دى،بلکې ملت په تعقل او تفکر سره په ټاکنو کې ګډون وکړ، د استبدادی او لاسپوڅی تپل کېدونکی حکومت پرضد یې له ټولو امنیتی ګواښونو سره سره د دې لپاره په ټاکنو کې ګډون وکړ، چې نور د واک، سمت او جبر او یا هم له بهره د بل حکومت د تپل کېدو مخنیوى وکړی او قانونی او ولسواک نظام دوام ومومی،نو ملت له هغوى سره ، چې ټاکنې یې بایللې وی نه دى ولاړ او په تشو وعدو او شعارونو ، نور په ناقانونه توګه،په چا پسې نه درېږی، بلکې ملت د خپلو رایو پر زور د خپل ولسمشر ټاکل غواړی او دا قانونی ټاکنه به له خیره په خپل وخت پایله هم ورکړی! دې ته په کتو سره به د افغانستان نوى ولسمشر ژر د لوړې مراسم پر ځاى کړی او د ټاکنو خپلواک کمېسىون په ډېر دقت چارې پر مخ وړی او د ولسمشر د قانونی اعلام مسوولیت هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر غاړه دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید