روزنامه هیواد

ولسمشریزې ټاکنې به هرو مرو کېږی!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو د تبلیغاتی منډو ترړو او کمپاینونو د تحریمولو په اړه ویلی، چې دا هڅې په هېڅ توګه د ټاکنو مخنیوی نه شی کولی، ټاکنو ته پوره چمتوالی نیول  شوی او که دوه کاندیدان هم پاتې شی، نو ولسمشریزې ټاکنې به د راروانې تلې میاشتې په شپږمه کېږی! دا هغو ډلو او ټپلو ته واضح پیغام دی، چې د ټاکنو پرضد د خلکو ذهنونه خرابوی او وایی، چې ګنې ټاکنې یوازې او یوازې حکومت غواړی!؟ دا د خندا وړ خبره ده، په اصل کې دا مغرضې کړۍ، چې د تاریخی دښمنانو ځیره خواره دی، داسې اوازې او ګنګوسې خپروی ، چې ګنې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې نه کېږی!!! هغوی زیاتوی، چې ګنې له طالبانو سره د امریکا معامله روانه ده، چې د سولې تړون به لاسلیکوی او د ټاکنو وخت به ځنډول کېږی، چې طالب ډله هم په ولسواک بهیر کې ورګډ شی!!! دا ډلې او ټپلې د خپلو هغو ګټو لپاره هڅې کوی، چې اوس ترې لرې ساتل شوی او یا هم په اوسنی نظام کې له ونډې بې برخې دی! دا هغه کسان دی، چې په هېڅ توګه یې د افغانستان ګټې تر خپلو ګټو لوړې نه دی بللې! دا هغه کسان دی، چې مطلق د دښمن له خوا د همدې بې باوریو د خورولو او په خپل راتلونکی د ملت د ذهنونو د خرابولو لپاره ګومارل شوی دی! د ټاکنو لپاره پوره تیاری نیول  شوی او د دې لپاره هم ملی او هم نړیوال  ملاتړ شته. که خدای مه کړه ټاکنې ونه شی، نو هغه مهال به بېرته افغانان د کور په کور او کوڅه په کوڅه جګړو مهال ته وګرځی او اوسنی تر لاسه کړی، هرڅه به یې بایللی وی! د ټاکنو پرضد تبلیغات هم هغه ډلې کوی، چې په ګډوډۍ او په جګړو کې یې ګټې دی او اصلی څېرې یې ټولو ته بربنډې شوې، چې د چا لپاره کار کوی! افغان ولس له دا ډول څېرو کرکه لری، ولس په دې پلمه نه مؤقت حکومت ، نه د طالبانو حکومت او نه هم د اوسنی نظام ړنګېدل غواړی! که هر څوک په هره بڼه او په هر نامه د دې لپاره پر هېواد او ولس معامله کوی، نو ولس دا کسان هم نه شی زغملی! ولسمشریزې ټاکنې د ملت ارادې او د ولسواک نظام بنسټ دی، سربېره پر دې دا د نړیوالې ټولنې ستر شرط او لویه غوښتنه ده، چې افغانان ورته ژمن دی او خپله غوره راتلونکې یوازې او یوازې په ولسواک نظام کې وینی، چې دا دی د را روانې  تلې میاشتې په ۶ مه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تیاری نیسی! لکه مخکې مو چې وویل، نړیواله ټولنه او ملګری ملتونه د دې لپاره د افغان ولس ملاتړ کوی او د دغه پوخ او نه ماتېدونکی ملاتړ تر سیوری لاندې به ټاکنې کېږی! امریکا هم د ټاکنو د امنیت او خوندیتوب لپاره ۴۰۰ تازه دمی ځواکونه را لېږی، ناټو هم د ټاکنو د امنیت او خوندیتوب لپاره پوره همکاری کوی او د دې لپاره یې له افغان حکومت او ولس سره ژمنتیا ده! د دې ترڅنګ افغان ځواکونه په بشپړه توګه د ټاکنو د امنیت او ثبات لپاره چمتو دی، د ټاکنیزو کمېسیونونو هڅې هم ډېرې شوې او دا دی ټولو ولایتونو ته یې د ټاکنو څارونکې ډلې استولې یا یې هم استوی. تر ټولو د ټاکنو لپاره بودیجه سخته وه، چې اوس دا هم تصویب شوې او څه افغان حکومت ځانګړې کړې، څه نړیوالې او اروپایی ټولنې، څه هم امریکا او څه هم ملګرو ملتونو، نو په دغه راز حالت کې ټاکنو ته پوره چمتوالی نیول شوی دی. د تاریخی او قسم خوړلی دښمن په اوتو بوتو باید څوک دوکه نه شی، د هغوی دا تخریب او د خلکو د ذهنونو خرابول، یوازې او یوازې په افغانستان کې د جګړې دوام او د دې جګړې په سیوری کې د هغوی د ګټو لټول دی! خو افغان ولس  به نور د هغوی په دې هڅو دوکه نه شی. نن که سوله هم کېږی، د ملت په اراده به کېږی او نن که ټاکنې هم کېږی، داد ملت ستر لومړیتوب دی، له دې پرته بله لاره هېڅ نه لری او نه هم بله ټاکنه غوره بولی!

ممکن است شما دوست داشته باشید