روزنامه هیواد

ولسمشریزو ټاکنو ته پوره تیاری نیول شوی دی

د را روانې تلې یا میزان میاشتې په ۶ مه ،چې د سپټمبر ۲۸ مه نېټه کېږی، په افغانستان کې به ولسمشریزې ټاکنې وشی، دغو ولسمشریزو ټاکنو ته پراخ تیاری نیول شوی دی، افغان حکومت او ولس دې ټاکنو ته لېواله دی او مدنی ټولنې، د بېلابېلو بنسټونو لکه د بشری حقونو مدافعان او د ښځو د حقونو مبارزین او فعالان له ټاکنو پرته بله لاره غوره نه ګڼی، د دغو بنسټونو په شمول په سیمه او نړۍ کې هم د افغانستان دوست او ستراتیژیک ملګری هېوادونه په افغانستان کې له جمهوری نظام پرته د هېواد امن او ثبات  په بل څه کې نه وینی! افغان حکومت د ولس په ملاتړ د ټاکنو په مخ کې ټول خنډونه له منځه وړی او نه غواړی، چې په بېلابېلو پلمو هېواد بېرته پر شا تګ ته اړ شی. ډېر به د ټاکنو د مخنیوی لپاره پلمې لټوی، خو په دې کې پلمې په هېڅ توګه د منلو وړ نه دی! که څوک له طالبانو سره د سولې پلمه د ټاکنو د ځنډولو لپاره کاروی، هغوی اوس رسوا شوی او ولس پرې باور نه لری، سوله او ټاکنې دوې جلا پېښې دی، که څوک سوله کوی، نو د ټاکنو مخنیوى پرې کولی هم نه شی، تر ټاکنو ډېر وخت پاتې دی، چې په کې د سولې لپاره هر څه کېدای شی، دا منو چې امریکا له طالب ډلې سره د سولې نهم پړاو خبرې پیل کړې، خو افغان حکومت د سولې لپاره د ټولو خنډونو د له منځه وړلو لپاره کار کوی، کله چې طالب ډله له تاریخی او قسم خوړلو دښمنانو، مخدرو موادو او دغه راز ترهګرۍ څخه جلا شی، د مستقل افغان په توګه را څرګنده شی، نو ورسره  سوله هم شونې ده، په هغه صورت کې دا سوله بیا د ټاکنو مانع کېدای هم نه شی! په همداسې حال کې افغان حکومت له طالب ډلې سره د سولې لپاره د هر لوری خبرې، تماسونه او هڅې ستایی، په همدې کې د سولې لپاره باور رامنځته کېدای شی، د دې ترڅنګ افغان حکومت د سولې ټولې هڅې په ځیر ځیر څاری، خو په هېواد به هغه مهال د سولې راتلو څرک ولګی، چې طالب ډله له افغان حکومت سره د سولې پر سر خبرو ته حاضر شی او هغه مهال به د سولې مرکچی پلاوی هم وټاکل شی! امریکا او بل هر د سولې غوښتونکی لوری باید طالب ډله د سولې مخامخ خبرو ته اړه کړی، چې له افغان حکومت سره د سولې وروستی تړون لاسلیک کړی. بل خوا دې دښمن دا بې ګټې هڅې هم نه کوی، چې د سولې پر سر سودا وکړی او د جمهوری نظام او په تېره بیا د ټاکنو د مخنیوی لپاره پارونو ته نوره هم لمن ووهی، دا د دښمن د خندا وړ او بې ځایه هڅې دی، چې په هېڅ صورت پرې بریالی کېدای نه شی! ځکه افغانانو اوس ملی شعور تر لاسه کړی او له ملی وحدت پرته په بل څه کې یې تل پاتې ګټې نه شی تر لاسه کېدای، د دې لپاره ملت ټاکنې غوره ګڼی او په هېڅ صورته سره نه غواړی، چې یوځل بیا د دښمن په ناوړو کړنو دوکه وخوری. افغان ملت اوس د ویښ ملت په توګه را څرګند شوی، چې د خپل برخلیک ټاکلو واک او اختیار یې په خپلو لاسونو کې نیولی دی! افغان ولس هېڅکله د پردیو له خوا تپل شوی حکومت نه غواړی او دا چانس بیا هېڅکله هم له لاسه نه ورکوی، چې څوک یې د خپل برخلیک ټاکلو اختیار له لاسه واخلی! نو همدا ده، چې ملت ولسمشریزو ټاکنو ته پوره تیاری نیولی او له دې ټاکنو پرته بل څه غوره نه ګڼی! یوازېنۍ مرجع حکومت دی، چې د ولس د خیر ښېګڼې لپاره یې د ټاکنو زمینه برابره کړې او دا ټاکنې به په خپل وخت وکړی !

ممکن است شما دوست داشته باشید