د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی کندهار ولایت ته د خپل سفر په په دویمه ورځ د کندهار ولایت له یو شمېر ښځو سره په کتنه کې، په بېلابېلو برخو کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واوریدل.په پیل کې د کندهار ولایت د ښځو چارو رییسې رقیه اڅکزۍ او آغلې فرزانې ظفری او د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د روغتیایی خدمتونو د کمبود، د درملو د کیفیت د ټیټوالی، زده کړو، په دولتی ادارو کې ښځو ته د لازیاتې ونډې ورکولو، په نړیوال مارکېټ کې د ښځو لاسی صنایعو ته د زمینې برابرولو او د دندو د اجرا پر مهال د ښځو د خوندیتوب او امنیت د ټینګښت په برخو کې یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.جمهوررییس غنی د یادو ویناوالو د خبرو له اوریدو وروسته وویل: د افغانستان مېرمنې په ځانګړی ډول د کندهار ښځې ټول افغانستان او نړۍ ته دا واضح پیغام لری ، چې دوی بنیادی، اساسی او تلپایه بدلون او حقوق غواړی او په عین حال کې خپل وجایب پوره کوی.جمهوررییس د ښځو د لاسی صنایعو ستونزې د حل په برخه کې د صعنت او سوداګرۍ وزارت ته لارښوونه وکړه ،چې له هېواده بهر دې د افغانستان ټولو سوداګریزو اتشو سره دې د کندهار ولایت د ښځو د لاسی صنایعو لپاره یو خاص واحد جوړ او په دې برخه کې دې اقدام وکړی . جمهوررییس د کندهار ښځو ته د تولیدی اتحادیو پر جوړولو ټینګار وکړ او وې ویل: په ملی تدارکاتو کې به د ښځو د اتحادیو تولیداتو ته د نارینه و د اتحادیو په پرتله پنځه سلنه ترجیح ورکړل شی.د هېواد جمهوررییس د ښځو روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسی په برخه کې وویل: په دې برخه کې ځینې اقدامات شوی ولی کافی نه دی، خو ژر به د عینو مېنې په روغتون کې د ښځو لپاره ۱۰۰ بستره ځانګړی شی.