روزنامه هیواد

ولسمشرمحمد اشرف غنی: افغانستان د انرژۍ د انتقال په ستر مرکز بدلوو

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی بادغىس ته د خپل سفر پر مهال وړم مازدىګر د دې ولاىت له ځوانانو او مدنی فعالانو سره وکتل. په دغه کتنه کې چې د بادغىس ولاىت د مقام په تالار کې جوړه شوه، فرشته رفعت، سىد محمود انتظار او عبدالناصر عمرزی د نورو په استازىتوب خبرې وکړې او د حکومت له زېربنایی او انکشافی پلانونو ىې ملاتړ وکړ.هغوى د بادغىس د ولاىتی روغتون د تجهىزاتو، د وچکالۍ د مهارولو، کارموندنې او په دولتی ادارو کې د ځوانانو د ونډې، د اوبو بندونو جوړولو، د ډبرو سکرو د کانونو استخراج، د پستې د ځنګلونو د ساتنې او پراختىا، د کتابتون جوړولو، د قلعه نو ښار د انکشاف او پراختىا او ددې ولاىت ځوانانو ته له هېواده بهر د لوړو زده کړو د زمىنو مساعدولو په اړه خپل وړاندىزونه له جمهوررییس سره شرىک کړل.جمهوررییس غنی د زېربنایی او انکشافی پروژو د تطبىق په خاطر د بادغىس له خلکو مننه وکړه، وې وىل: حکومت متوازن انکشاف او په نظام کې دننه ځوانواکۍ ته ژمن دى.هغه ووىل: ىو شمېر بادغىسی ځوانان په مهمو دولتی بستونو کې ګومارل شوی او دا بهىر روان دى. جمهوررییس غنی اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د بادغىس د متخصصو ځوانانو لېست چمتو او د جمهوری رىاست د چارو له ادارې سره دې شرىک کړی.جمهوررییس بروکسل کنفرانس ته په اشارې ووىل: موږ په ىو ځانګړی زمانی فرصت کې قرار لرو، له امنىتی او دفاعی ځواکونو او د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ رامنځته شوى دى، اوس نو د ځوانانو دنده ده چې په ىو سراسری بحث تمرکز وکړی او د ۴۰کلن بحران د ختمولو لپاره خپل غږ پورته کړی.جمهوررییس ووىل:افغانستان له منځنۍ آسىا څخه جنوبی آسىا ته د برېښنا د انتقال ظرفىت لری او بادغىس ته د برېښنا رسېدل ىې لومړنى ګام دى. هغه زىاته کړه: زموږ موخه داده چې په اوږد مهال کې افغانستان له مرکزی آسىا څخه جنوبی آسىا ته د انرژۍ د انتقال په مرکز بدل  او د هېواد عواىد لوړ کړو.جمهوررییس غنی زىاته کړه: جلغوزه او پسته د هېواد ملی شتمنی ده، د هغې پراختىا او وده د حکومت په لومړىتوبونو کې ځاى لری، د جلغوزو د پروسس او صادرولو طرحه نهایی شوې ده او د پستې په طرحې به هم کار وشی.جمهوررییس غنی ووىل:د بادغىس ولاىت له کتابتون لپاره سږکال بودجه تخصىص کېږی، بادغىس نور ىو وروسته پاتې ولاىت نه ، بلکې دا مهال په ىو کلىدی ولاىت د بدلېدو په حال کې دى. هغه ووىل: د وچکالۍ او د څښاک له اوبو  څخه د راولاړو شوىو ستونزو په خاطر به عملی ګامونه واخىستل شی.جمهوررییس غنی ووىل: موږ ژمن ىوو چې سىاسی اجماع رامنځته کړو او سىاسی ګوندونو ته ىې په خطاب کې ووىل: د راتلونکی نسل د خوندیتوب لپاره مو خپلې رغنده طرحې راسره شرىکې کړئ.جمهوررییس محمداشرف غنی زىاته کړه: په بادغىس کې به د حلقوی سړک په شمول په  زېربنایی پروژو کار چټک شی او همدارنګه به په دې ولاىت کې د اوسپنۍ پټلۍ هم ژر پرانیستل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید