روزنامه هیواد

ولسمشرغنی: طالبان دې د سولې رامنځ ته شوی فرصت له لاسه نه ورکوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د ملی امنیت شورا غونډه وړمه ورځ له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.د غونډې په پیل کې جمهوررییس د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې وروستۍ ترهګریز برید په سختو ټکو وغانده او وې ویل: زموږ پر بېګناه هېوادوالو برید، نه بښونکی جنایت دی. ده زیاته کړه: طالبان باید د سولې د بریالیتوب لپاره موقع ضایع نه کړی او د تلپاتې سولې او اوربند لپاره دې د افغان دولت او خلکو غږ واوری.همداراز په دې غونډه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان عمل برنامې کاری ګروپونو دویمې غونډې د راپور او د بې اسنادو موټرو د پړاوونو د لارښود لایحې په اړه بحث او خبرې وشوې.په همدې ترتیب اړوندو ارګانونو ته د امنیتی او دفاعی ځواکونو شهیدانو کورنیو ته د غوره رسیدګۍ، په شهید محمد داوودخان او پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتونونو کې د موجوده امکاناتو د ارزونې، د شهیدانو کورنیو ته د مځکې د وېش او امنیتی او دفاعی ځواکونو ته په موقع د اکمالاتو په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید