د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د کابل ولایت د ۱۹ دولتی روغتونونو رییسانو سره په ارګ کې وکتل.په دغه کتنه کې چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم حضور درلود، جمهوررییس غنی د کورونا لومړۍ څپې د مهارولو تجربې ته په اشارې وویل: د کورونا دویمې څپې مهارولو مدیریت د حکومت لومړیتوب دی او له ټولو ډاکترانو او روغتیایی کارکوونکو څخه چې له کورونا سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې خدمت کوی، مننه کوم.جمهوررییس وویل: د هېواد د روغتیا ملی پروګرام په اساسی ډول بیاکتنې ته اړتیا لری او روغتیایی خدمتونه به د پایلو پر اساس ارزول کېږی. ده زیاته کړه: په روغتونونو کې دې عاجل اصلاحات عملی شی، ترڅو روغتیایی خدمتونه لا نور هم اغېزناک شی.د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثمانی وویل: په روغتونونو کې د اصلاحاتو لپاره په دوو عاجلو او بنسټیزو برخوکې د روغتونونو د ښه والی ملی پلان ترتیب شوی او ژر به په مدیریت او خدمتونو کې بنسټیز تغییرات راشی. د کابل د ۱۹ روغتونونو د رییسانو په استازیتوب د رابعه بلخی روغتون رییسې صدیقې عبدالله ادیب، د ملالۍ روغتون رییسې هما اکسیر، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رییس سید عبدالله احمدی او د ابن سینا صدری روغتون رییس امیر پاچا منګل د نویو ډاکترانو او روغتیایی کارکوونکو د ګومارلو، د درملو او طبی وسایلو دکموالی، په کلیدی پوسټونو د غیر مسلکی کسانو د ګومارلو مخنیوی او د ظرفیتونو د پیاوړتیا په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.د افغانستان د طبی شورا رییسې نسرین اوریاخېل وویل: د روغتیایی خدمتونو د ښه والی لپاره د څارنې سیستم باید پیاوړی او د روغتونونو د ښه والی ملی پلان تطبیق شی.جمهوررییس وویل: عامې روغتیا وزارت دې د روغتونونو د ښه والی ملی پلان د تطبیق عاجل اقدامات وکړی چې ژر تر ژره د کابل په کچه خلک په روغتیایی خدمتونو کې مثبت تغییرات حس کړی. مسوولین دې د درملو، طبی وسایلو او د بشری قوې د کموالی پوره کولو لپاره واضح وړاندیزونه ترتیب کړی، چې حکومت یې پر اساس اقدامات وکړی.