د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غنی، په هرات ولایت کې د ټولو تاریخی آبدو پر ثبتولو او ساتنې ټینګار وکړ. ولسمشر غنی، چې د سېشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۷) یې په ارګ کې د (( خواجه عبدالله انصاری او ملکې ګوهرشاد بیګم )) په یادغونډه کې وینا کوله وویل، چې د افغانستان د ملی معمارۍ په توګه باید د تیموری دورې د معمارۍ د سبک په اړه ملی بحث پیل شی. په دغه سیمینار کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ په شمول ګڼو چارواکو او مېلمنو ګډون کړى و، د ولسمشرپر وینا، کومې ودانۍ چې په وروستیو درېـیو پیړیو کې په افغانستان کې جوړې شوې، له هغو تاریخی ودانیو سره چې د تیموریانو په دوره کې په هرات کې جوړې شوې، د مقایسې وړ نه دی. ښاغلی غنی وویل : (( هیله ده چې د هرات تېر وخت هېر نه کړو، لږ ترلږه ۸۵۰ تاریخی آبدې دی چې ثبت شوې نه دی، که دا تاریخی آبدات ثبت نه شی، موږ په حقیقت کې یو ناورین رامنځ ته کوو… ټول باید په دې کې شریک واوسو، چې د هرات تاریخی آثار ژر تر ژره ثبت شی… فوقالعاده پلاوى باید واستول شی او د دغو آثارو په ثبتولو کې او د دغو آثارو په حفظ او مراقبت کې اساسی کوښښونه وشی.)) ولسمشر غنی ټینګار وکړ، چې په عصری بڼه د ودانیو د جوړولو پر مهال باید تېره تاریخی معماری په پام کې ونیول شی. د ښاغلی غنی پر وینا کله چې په افغانستان کې امنیت راشی، د نویو ودانیو په پرتله به په تاریخی او اسلامی سبک جوړې شوې ودانۍ د سیلانیانو ډېر پام ځان ته واړوی او په دې برخه کې به عواید لس برابره زیات شی. ښاغلی غنی په دغو مراسمو کې د خواجه عبدالله انصاری او ملکې ګوهرشاد بېګم په نوم د مډالونو د جوړولو فرمان هم صادر کړ. د هرات د پوهنتون یو شمېر استادانو په دغه غونډه کې وړاندیز وکړ، چې د دغه پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځی کې د خواجه عبدالله انصاری، مولانا جامی او د ادب او عرفان په برخه کې د نورو مخکښو شاعرانو او لیکوالانو په اړه د ماسټرۍ د دورې څېړنې او لیکنې د دولت په لګښت چاپ او د خلکو په واک کې ورکړل شی. ولسمشر غنی د دوى دغه غوښتنه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې مهمې لیکنې به د کتاب په بڼه چاپ شی. د هرات د پوهنتون استادانو دغه راز د خواجه عبدالله انصاری د آثارو د چاپولو، د افغانستان په تعلیمی او تحصیلی نصاب کې د هغه د ځینو آثارو د شاملولو او د هغه په نوم د ۱۳۹۸ لمریز کال د نومولو غوښتنې هم وکړې.