روزنامه هیواد

ولسمشرغنی : د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یوه ملی پروژه هم په نه ده پلې شوې

ولسمشر محمد اشرف غنی وایی: د بهرنیو طرحو ته، چې د افغانستان د بربادۍ لپاره یې جوړې کړې نه تسلمېږی، بلکې خپلې لری او ډېر ژر به وضعیت کې بدلون راولی.ولسشمر غنی، چې وړمه ورځ د بیرغ ملی ورځې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته وینا کوله و وېیل: افغانان کې حب الوطن قوی دی او هېچا ته اجازه نه ورکوی، چې افغانستان د پردیو د جګړو په میدان تبدیل شی.ولسمشر غنی و وېیل: د وطن دوستی مانا دا ده، چې افغانان هغه طرحو ته ،چې په کې د افغانستان بربادی نغښتې وی او له هېواده بهر د استخباراتی شبکو له خوا په داسې ډول جوړې شوې وی، چې افغانستان د جګړې په ډګر تبدیل کړی، هېڅ کله نه تسلیمېږی.ولسمشر د طالبانو روانه جګړه ناروا وبلله او ویې وېیل، چې دغه ډله هېواد او د هېواد ملی ګټو ته ژمن نه دی، ځکه پر وینا یې د دغه ډلې د واکمنۍ پر مهال یوه ملی پروژه هم په هېواد کې نه ده پلې شوې، بلکې د پردیو لپاره یې خپلې ملی ګټې قربان کړې دی. ده و وېیل : (( د پوښتنې په ډول وایم، آیا د طالبانو په واکمنۍ کې په ټول هېواد کې یوه ملی پروژه پلې شوې؟ آیا طالب مشرانو خلکو ته توضیحات ورکړی، چې ولې یې یو اسامه بن لادن ته په ملی ګټو ترجیح ورکړه، آیا د افغانستان ملی ګټو ته ژمن یاست که د بهرنیو شبکو.))همدارنګه ولسمشر غنی له طالبانو د یوې بلې پوښتنې په توګه مطرحه کړه، چې آیا په هېواد کې د روان ناورین او اور لګونې له عواقبو خبر دی که نه، آیا غواړی، چې افغانستان په دویمه سوریه بدل شی؟دی وایی: که طالبان فکر کوی، چې د افغانستان خلک به دوی ته تسلیم شی او ګاونډیان به مو پرته له دخالته پرېږدی او هر څه چې غواړی وکړی غلت فکر دی باید له سره غور ورباندې وکړی.
ولسمشرغنی د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوڼې او عامه تاسیسات د افغانستان د خلکو مال وباله او ویې وېیل، چې آیا د طالبانو سره دغه ملی پانګې د ستالو فکر شته او که نه غواړی، هېواد کې یو ځل بیا قومی، مذهبی او سمتی جګړې په بنسټیزه توګه رامنځ ته شی.ده و وېیل: (( طالبان د سپین بولدک ولسوالۍ د قضیې لپاره څه ځواب لری؟ آیا د نفاق تخم شیند یا اتفاق ته اماده دی!؟ هغه شبکې چې د افغانستان بربادی غواړی، کومې دی، محربانې وکړئ د ځواب ورکړی!.))نوموړی ټینګار وګړ، چې حکومت او ملت ټول پر ټولنیز عدالت ولاړې سولې ته ژمن دی او همداسې یوه سوله غواړی، چې عادلانه، تلپاتې او د ټولو افغانانو حقوق په کې خوندی وی. ښاغلی غنی یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د جګړې پر ځای د راشی د وطن په جوړولو کې د لاس په کار شی ،تر څو روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شی.ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې و وېیل: (( راشئ دا ګلالی وطن جوړ، ملت ته د یوالی پیغام ورکړو، لازمه ده، چې ټول سره یو ځای شو، غیر له دې، یو څه چې ثابت شوی ،چې که تاسو په زور نه تسلیمېږۍ، موږ هم په زور نه شۍ تسلیمولۍ، حل لار یوالی او یو د بل منل دی.))ولسمشرغنی یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې حکومت او ولس سوله غواړی، خو په وینا یې که طالب په جګړه ټینګار لری، نو بیا افغان ځواکونه شته، چې په ټول قوت به له ولس او خپلې خاورې دفاع وکړی.ښاغلی غنی و وېیل: (( موږ سوله غواړو تلپاتې ، خو که طالبان د تورې په قضاوت باوری، بیا افغان ځواکونه چمتو دی، چې په توره ځواب ورکړی، باید یو نظامی بنست رامنځ ته شی، تر څو طالبان دې پایلې ته ورسېږی، چې د زور کارول نتیجه نه ورکوی، په همدې خاطر موږ چې کوم پلان او طرحه تر لاس لاندې لرو، په عملی کولو سره به یې ژر په نظامی برخه کې تغییرات رامنځ ته شی.))ولسمشر غنی د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د اوسنی وضعیت د بدلولو لپاره یوه طرحه لری او په عملی کېدو سره به یې ډېر ژر تغییرات راشی.افغان ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې له یوې خوا د طالبانو سره د سولې خبرې په ټپه ولاړې دی او له بلې خوا د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې جګړو زور اخیستی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید