د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ولسمشرغنی وایی، طالبان باىد د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړی چې د افغانستان ۱۷ کلنه جګړه پاى ته ورسېږی. ولسمشر محمد اشرف غنی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له اسوشىتىد پرىس خبری اژانس سره په مرکه کې ووىل، طالبان او نورې ترورىستی ډلې هڅه کوی چې ، (( زموږ ښکلى هېواد د جګړې او تشدد په مىدان بدل کړی. موږ باىد د سولې لار خپله کړو، د داىمی او تلپاتې سولې.))ښاغلی غنی په دې مرکه کې وىلی ، چې د راتلونکی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به ځان کاندىد کړی چې خپل نابشپړ کارونه بشپړ کړی.دا لومړى ځل دى چې ښاغلى غنی رسماً وایی د راتلونکی لمرىز کال د حمل د ۳۱ نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندىدوی.د ده ځىنې سىاسی مخالفان هم هڅه کوی چې پر ىوه کاندىد جوړ راشی.د شمال پخوانۍ ټلواله، چې اوس ىې د افغانستان د ستر ملی ایتلاف په نوم ټلواله جوړه کړې، له ىوې مودې راهىسې سلامشورې کوی چې ولسمشرۍ ته پر کاندىد موافقه وکړی.