روزنامه هیواد

ولسمشرغنی د افغانستان د فوټبال غوره لیګ له لوبډلو سره کتلی


د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی پرون غرمه د فوټبال فدراسیون، ورزش او بدنی روزنې ریاست رهبری پلاوی، د افغانستان فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو اتل او مرستیال اتل لوبډلو او د نجونو د فوټبال د اتل او مرستیال اتل لوبډلو سره، وکتل. په دغه کتنه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس محمدیوسف کارګر ورزش ته د جمهوررییس د پاملرنې او لوبغاړو څخه د دولت د ملاتړ په خاطر مننه وکړه.نوموړی همدا راز د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو د امنیت د تامین لپاره د امنیتی او دفاعی ځواکونو مننه وکړه او وې ویل: د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو د یووالی، وفاق، ملی پیوستون او جمهوری نظام څخه د ملاتړ پیغامونه له ځانه سره لرل. کارګر جمهوررییس، د جمهوری ریاست لومړی مرستیال او افغان ولس ته د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو د بریالی ترسره کېدو مبارکی وویله او زیاته یې کړه: که چېرې زموږ لازیات ملاتړ وشی، په سیمه ییزو او بین المللی ډګرونو کې به هم لاسته راوړنې ولرو. وروسته د شاهین اسمایی فوټبال لوبډلې لوبغاړی فردین حکیمی او د نجونو فوټبال لوبډلې مسوولې ارزو رحیمی د افغانستان حکومت رهبرۍ څخه د فوټبال د ملاتړ په خاطر مننه وکړه. ورپسې جمهوررییس غنی وویل: تاسې زموږ ویاړ او د افغانستان ځوان نسل لپاره الګویاست. تاسې موږ ته خوښی راوبښله او سالمې سیالۍ مو تمثیل کړې. د هېواد جمهوررییس زیاته کړه: دا چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو لپاره مو ښکلی نومونه غوره کړی، منندوی مو یم. هغه د افغانستان فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو کې شاهین اسمایی فوټبال لوبډلې ته د اتلولۍ او سیمرغ البرز فوټبال لوبډلې ته د مرستیالې اتلولۍ او همدا راز د هرات نجونو د فوټبال لوبډلې ته د اتلولۍ او د کابل نجونو د فوټبال لوبډلې ته د مرستیالې اتلولۍ مبارکی وویله.جمهوررییس د فوټبال فدراسیون ستونزو د حل په خاطر د جمهوری ریاست لومړی مرستیال مننه وکړه او وې ویل: دولت به له مادی او معنوی اړخه، ستاسې زیات ملاتړ وکړی. د دغې کتنې په پای کې د ورزش او بدنی روزنې رییس حفیظ الله ولی رحیمی او د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر د نورو په استازیتوب، د هېواد جمهوررئیس ته د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو تندیس ډالۍ کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید