روزنامه هیواد

ولسمشرغنی: افغان ځواکونو پر هلمند د یرغل په مقابل کې خپله مېړانه وښووده

 د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه. په پیل کې د ملی امنیت شورا د امنیتی اصلاحاتو سکتور او ځان بسیاینې رییس نجیب الله وردګ، د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابی، د ملی امنیت عمومی ریاست سرپرست رییس احمد ضیا سراج او د ملی دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل په امنیتی او دفاعی ځواکونو کې د اصلاحاتو او پیاوړتیا په اړه مشخص وړاندیزونه وکړل. 
دوی وویل: د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو په تړاوو د حکومت په مالی سیاست کې کوم تغییر نه دی راغلی، خو په لګښتونوکې شفافیت او د اصلاحاتو لپاره د مشخصو او عملی میکانېزمونو ترتیبول د دې کنفرانس عمده موخې دی. 

یادو مسوولینو وویل: دغه کنفرانس د امنیتی او دفاعی بنسټونو د مسوولیتونو د وضاحت، د ښوونې او روزنې بهیر د ښه والی، د ملاتړ او ژمنتیا زیاتولو، د تشکیلاتی پړسوب د مخنیوی، په ښه ډول د قوتونو د ځای پر ځای کولو، د دښمن د تهدیدونو کچې د واضح تحلیل، راتلونکی امنیتی وضعیت ته د بشپړ تیاری او د منابعو دسالم مدیریت په اړه د بحث ترڅنګ ورته حللارې مشخصوی.
ورپسې د ملی امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د امنیتی او دفاعی بنسټونو مسوولینو ته په خطاب کې وویل: تاسو د یوې ادارې نه، بلکې د افغانستان مالکان یاست او د هېواد په مختلفو برخو کې یې پر وخت د دښمن د بریدونو د دفع کولو له امله د هغوی ظرفیت وستایه.د ملی امنیت سلاکار وویل: د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونه دا مهال د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه پوځی فعالیتونه کوی او راتلونکی کال ته به دغه کچه ۱۰۰ سلنې ته ورسېږی. ده زیاته کړه: د دغه کنفرانس موخه له خپلو قوتونو او ظرفیتونو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه ده. حمدالله محب د خلکو او امنیتی او دفاعی ځواکونو ترمنځ د همغږۍ زیاتولو ته په اشارې وویل: موږ خپلې ستونزې ارزولی او د خلکو د ساتنې لپاره د لا اغېزناکو ګامونو په پورته کولو کار کوو. 

په دې کنفرانس کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال جنرال ډېډرېک په هلمند کې پر وخت د دښمن د بریدونو دفع کولو ته په اشارې د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو او په ځانګړی ډول د هوایی ځواک ظرفیت او وړتیا وستایله او وې ویل: غوڅ ملاتړ ماموریت د افغانستان د امنیتی اودفاعی ځواکونو تجهیز، روزنې او مشورې ورکولو ته ژمن دی. جمهوررییس محمد اشرف غنی د امنیتی او دفاعی ځواکونو د دوامداره قربانیو ستاینه وکړه او وې ویل: په څو ساعتونو کې د هلمند وضعیت ته رسېدنه د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د لوړ ظرفیت ښودنه کوی.  جمهوررییس غنی وویل: د قوې مؤثر استعمال ډېر مهم دی او له نوی ماحول سره د تعامل لپاره نوی لیدلوری ته اړتیا ده. ده زیاته کړه: افغانان د خپلواکۍ ساتلو لپاره قانونمند نظام ته اړتیا لری او دغه نظام د قوې په مشروع استعمال ساتل کېږی.د هېواد جمهوررییس امنیتی مسوولینو ته په خطاب کې وویل: موږ د بېځایه لګښتونو د مخنیوی ښه تجربه لرو او د تشکیلاتو د اصلاح جدی اړتیا ده. منابع باید د جګړې په لومړۍ کرښه متمرکزې شی او د بېځایه لګښتونو مخنیوی ممکن دی. محمداشرف غنی وویل: د امنیتی او دفاعی ځواکونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی د ښه انسجام لامل شوی، خو لا زیاته پاملرنه باید ورته وشی او اصلاحات په تصمیم نیولو کې لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید