روزنامه هیواد

ولایتونه دې له اقتصادی اړخه سره وصل شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړم ماښام  د ولایتی شوراګانو له غړو سره په سلامخانې ماڼۍ کې وکتل.د غونډې په پیل کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بېګ خبرې وکړې او  د مشورتی لویې جرګې د غړو په انتخاب، د سیمه ییزو شخړو د حل او حکومت سره یې د خلکو په اتصال کې د ولایتی شوراګانو رول وستایه او وې ویل: د ولایتی شوراګانو څارنیز رول ساختاری دی، نه فردی او سلیقوی.وروسته د زابل ولایتی شورا رییس عطا محمدحق بیان او د پروان ولایتی شورا رییس غلام بهاوالدین جیلانی د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او ټول ملت او جمهوررییس ته یې د سولې مشورتی لویې جرګې د بریالی ترسره کېدو مبارکی وویله.دوی د ولایتی شوراګانو د غړو امنیت ته د پاملرنې، په وزیرانو شورا کې د ولایتی شوراګانو د استازو د غړیتوب، د ولایتی شوراګانو د بودجې د زیاتولو او د ولایتی شورا د غړو په توګه په سوانحو کې د هغوی د کاری تجربې د درجولو په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.وروسته د هېواد جمهوررییس خبرې وکړې او د سولې په مشورتی لویه جرګه کې د خلکو د انسجام په خاطر د ولایتی شوراګانو د هڅو قدردانی وکړه. جمهوررییس وویل: دا چې د سولې مشورتی لویې جرګې غړی د ولایتی شورا په څېر یو انتخابی بنسټ، انتخاب کړی پر مشورتی لویه جرګه یې د خلکو باور لا زیات کړی دی.جمهوررییس غنی زیاته کړه: پر تاسې بشپړ باور موجود دی او هر وخت چې د ملت رایو ته اړتیا وی، تاسې ته به رجوع کېږی. ده زیاته کړه، تاسې نه یواځې دا چې د جرګې آسانتیا برابروونکی وئ، بلکې یو ملی بحث مو ایجاد کړی دی.د هېواد جمهوررییس د ولایتی شوراګانو د غړو وړاندیزونو ته په پام د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس ته لارښوونه وکړه، چې د دوی ټول ساختاری وړاندیزونه دې په یوه حکم کې تسجیل او د لاسلیک لپاره دې جمهوری ریاست ته واستوی.دغه راز جمهوررییس غنی وویل: کابل محوره مناسبات او فرهنګ باید پر ولایت محوره بدل شی، ترڅو کابل محوره فرهنګ چې په ادارو کې موجود دى له منځه ولاړ شی. ده زیاته کړه: ادارې باید په سرتاسری منظمې شبکې بدلې شی ، چې افغانستان شموله فکر رامنځته شی.د هېواد جمهوررییس د ولایتی شوراګانو له غړو وغوښتل، چې د اوبو په مهارولو، د هېواد په کرنه کې د بنیادی تغییر، په پوهنتونونو او ښوونځیو د پانګونې او د حکومتولۍ د طریقې په تغییر کې همکاری وکړی. ده زیاته کړه: زموږ موخه دا ده ، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې افغانستان تر اکثر حده پر خپل ځان بسیاینې ته ورسوو.جمهوررییس غنی ټینګار وکړ: د هېواد ولایتونه پرېمانه منابع لری او اړتیا ده، چې ستاسې په مټ د ولایتونو پټې سرچینې مشخصې شی، ترڅو انکشاف ورکړل شی. ده زیاته کړه: هغه لارې باید وسنجول شی چې ولایتونه نه یواځې د احساس، بلکې له اقتصادی اړخه هم له یوه بل سره وصل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید